Language

خوشې شوى خبريال: د نيول کېدو دليل مې لا هم نه دى څرګند

غزني (پژواک١٠ ورى ۹۳): په غزني ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوى خبريال وايي، تر خوشې کېدو وروسته هم ورته معلومه نه شوه، چې ولې نيول شوى و.

دغه خبريال تېره پنجشنبې د اندړو ولسوالۍ اړوند د لېوانو له کلي سره نيول شوى و.

ياد کلى د غزني ښار په لس کيلومترۍ کې سوېل لور ته پروت دى، چې د چارواکو او ځايي اوسېدونکو په وينا، د پنجشنبې په شپه په کې عمليات ترسره شول.

په دغو عملياتو کې د يوه خبريال په ګډون ١٢ تنه نيول شوي وو، چې تېره ورځ له يوه پرته نور ټول بېرته راخوشي شول..

د حکمت الله ارين په نوم دغه خبريال چې په غزني کې له کليد راډيو سره کار کوي، تر خوشي کېدو وروسته د وري په ١٠مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې تر نيول کېدو وروسته وهل شوى هم دى.

ارين کيسه کوي: ((د چهارشنبې مازديګر کور ته ولاړم څو له خپلې کورنۍ سره وګورم
هغه شپه د کاکا له زامنو سره په کوټه کې ناست وم چې چورلکو غږونه پورته شول، لومړى چورلکو په هوا کې ښه څرخونه وخوړل، وروسته يې غږ ټيټ شو، داسې معلومېده چې پر ځمکه ناستې دي.))

ارين وايي، وروسته د دوى کور ته ډېره تېزه رڼا ولوېده خودا رڼاډېر ژر لادرکه شوه او ارامه ارامي شوه، چې يو څو شېبې وروسته د دوى د کوردروازه ورما ته شوه.

هغه زياته کړه: ((کوټې ته وسله وال کسان راننوتل او غږ يې کړل طالبان چېرته دي، څه شول طالبان څه شول؟ ما ورته وويل، چې دلته کوم وسله وال طالبان نشته په خوشکه يې راته وويل چې چوپ شه خبرې مه کوه، په دې وخت کې بهرني ځواکونه هم کوټې ته راننوتل او څو لغتې ووهلم ، بيا يې پوښتنه وکړ، چې طالبان چېرته دي.))

ارين وايي، وروسته يوه بهرني عکسر ورته وويل، چې څه کار کوې؟ ده خپله دنده ور وښوده چې خبريال يم.

هغه زياته کړه: ((هغوى راته ويل، چې نو دلته څنګه راغلى يې او څه کوې؟ ما ورته وويل، د کورنۍ لېدو ته، چې له دې سره يو راته وويل، سمه ده تا به بيا خوشى کړو، اوس راځه له موږ سره.))

نوموړى وايي، وروسته له کوره و ايستل شوو او د کلي منځته بوتلل شوو، چې په وينا يې هلته نور خلک هم له کورونو را ايستل شوي وو.

 ارين وايي: ((د کلې نږدې ۷۰ کسان را ايستلي وو، چې له دې ډلې زما په ګډون ۱۲ تنه جلا کړل او له ځان سره يې بوتلو، هغو کسانو، چې ږيري درلودې ډېر يې ځورول ، وروسته يې چورلکو ته پورته کړو او نامعلوم ځاى ته يې يوړو.))

ارين وايي، تر نيولو وروسته ووهل شول او د دوو شپو له تېرېدو وروسته له نيول شوو کسانو ١١ يې خوشي شول او يو يې له ځان سره وګرځاوه.

د غزني کې د خبريالانو ټولنه د بهرنيو او کورنيو ځواکونو دغه عمل په کلکه  غندلى دى.

 په غزني کې د خبريالانو د ټولنې مشر اسدالله جلالزي پژواک ته وويل: ((په غزني کې خبريالان زياتې ستونزې لري، دا ستونزې ۶۰ سلنه د دولت او پلويانو له لوري يې ورته جوړې شوې دي.))

 په غزني کې يو خبريال رحمت الله مرجانخېل وايي، دا چې په ټول هېواد کې خبريالان ستونزې لري خو د غزني د خبريالانو ستونزې په دې وروستيو کې زياتې شوې دي.

 نوموړي وويل: ((په غزني کې زياتره خبريالان په سيمو کې اوسي، نو ولې د طالب په تور نيول کېږي.))

تر اوسه د دغو عملياتو د څرنګوالي په تړاو ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي، خو د وري په ٧مه د غزني د اندړو ولسوال محمدقاسم منلې وه چې بهرنيو ځواکونو د لېوانو په سيمه کې عمليات ترسره کړي او ۱۰ شکمن کسان نيولي دي.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته ويلي، چې ياد عمليات د افغان ځواکونو له خوا پلان او د همدوى په مشرۍ ترسره شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې په عملياتو کې د افغان ملي امنيت ځواکونو له خوا يو شمېر کسان نيول شوي وو، چې وروسته امنيه قوماندانۍ ته وسپارل شول.

ايساف وايي، دوى په دغو عملياتو کې د مشاورينو په توګه برخه اخيستې وه او هېڅوک يې نه دي نيولي.

Related Topics