لښکرګاه (پژواک ۱۰ ورى ۹۳): د هلمند د ګرشک اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى خلکو د رايو کارتونه نه دي اخيستي او د ټاکنو په اړه عامه پوهاوى پروسه هم کمرنګه ده.
د ګرشک يوه اوسېدونکي احمدجان پژواک خبر اژانس ته وويل، اوسمهال په دې ولسوالۍ کې امنيت ښه دى، خو د رايې اچونې لپاره يې کارت نه دى ترلاسه کړى.
د ده په خبره، چې څو مياشتې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د نوم ليکنې دفتر پرانيستل شوى و، خو د ګڼې ګوڼې له امله تر وروستيو ونه توانېد، چې کارت ترلاسه کړي.
بلخوا د دې ولسوالۍ کې يو شمېر اوسېدونکي امنيت ډاډمن بولي، خو د ټاکنو په برخه کې عامه پوهاوى کمرنګه ګڼي.
د همدې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ګلزار له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل: ((د رايې اچونې کارت مې ترلاسه کړى.))
نوموړى زياته کړه، پر دې نه پوهېږي، چې د راىې کارت يې د څه لپاره اخيستى او څه وخت بايد وکارول شي.
دغه زار د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي انجنير وحيد پژواک ته وويل، چې په ګرشک کې د پخوا په پرتله امنيت ښه دى، په ځانګړې توګه د ولسوالۍ په مرکز کې ، خو د ده په وينا، په لرو سيمو کې کېداى شي په ټاکنو کې ستونزې رامنځته شي.
هغه وويل: ((په ډېرو سيمو کې خلکو د راىې کارتونه نه دي اخيستي او عامه پوهاوى هم نه دى ورکړل شوى.))
د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي پژواک ته وويل، دوى له اصولو سره سم د نوم ليکنې دفتر په ګرشک ولسوالۍ کې پرانيستى و او ډېرو خلکو په کې کارتونه ترلاسه کړي دي.
د ده په وينا، د عامه پوهاوي پروګرامونه يې هم له اړتيا سره سم پيل کړي خو وايي، چې کېداي شي ستونزې موجودي وي.
نوموړي په دې برخه کې له قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني ټولنو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ګرشک امنيه قوماندان څارمن حکمت الله پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې د رايې اچونې ۱۸ مرکزونه فعال دي، چې له همدې اوسه يې امنيت نيول شوى دى.
نوموړى زياته کړه، په همدې وخت کې پوليسو د کوکنارو د کمپاين لپاره هم عمليات ترسره کوي، چې ګټه يې د ټاکنو پروسې ته هم رسېږي.
د ده په خبره، په تېرو ټاکنو کې د ګرشک ولسوالۍ امنيت محدود و، خو اوسمهال د مرکزي سيمو لرو کليو او بانډو ته د پوليسو پوستې لېږدول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هلمند کې د مدني ټولنو استازو د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د ګرشک ولسوالۍ په ګډون به د هلمند په ٥ شمالي ولسواليو کې د ټاکنو بهير له زياتو ننګونو سره مخ وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP