ښرنه(پژواک،١٠ورى٩٣): د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، هغه دوه وسله وال طالبان يې وژلي ، چې په دغه ولايت کې يې د ټاکنو کې د نه ګډون په موخه شپې پاڼې خپرولې.
د ياد ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال نبي ملاخېل د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه يې د مټاخېلو ولسوالۍ د مېراڼو په سيمه کې دوه هغه طالبان د عملياتو په ترڅ کې ووژل ، چې په دغه ولسوالۍ کې شپې پاڼې خپرولې.
ملاخېل وويل، دغه کسان څه ساعته په يوه کور کې محاصر وو او وروسته په ځوابيه ډزو کې ووژل شول.
نوموړي په وينا، په ځوابيه ډزو کې پوليسو او ځايي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په ورته مهال ددغې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد حسن پژواک ته وويل، چې د طالبانو له خوا شپې پاڼې خپرې شوي او په کې غوښتنه شوې ، چې ځايي خلک بايد په ټاکنو کې برخه وانخلي.
بله خوا ددغه ولايت د مرکز يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، د ښار اړوند په ځينو سيمو کې هم د طالبانو ورته شپې پاڼې خپرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP