Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځه د ملي اردو سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ۱۰ ورى ۹۳): امنيتي چارواکي وايي، چې په ځينو امنيتي پېښو کې څلور وسله وال طالبان او د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې د پېښو د څرنګوالي او موقعيت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا د هلمند امنيتي مسوولين وايي ، چې په هلمند کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولايت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردود درېيمې پلې لوا د عامه اړيكو مسوول نظرخدا پاميري پژواک ته وويل، چې تېره ورځ د لښکرګاه د باباجي په سيمه كې وسله والو غوښتل،د ملي اردو پر سرتېرو بريد وكړي، چې په ځوابي بريد کې دوه وسله وال ووژل شول او يو بل ټپي دى.

پاميري وايي، چې په همدې مهال په نادعلي ولسوالۍ كې دوه ماين خښوونكي د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوي دي.

د پاميري په خبره، چې په يادو پېښو كې د دوى سرتېرو ته كوم زيان نه دى اوښتى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.