Language

په جومات کې ٧ ماين جوړونکي ووژل شول

غزني(پژواک،١٠ورى٩٣):امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني کې د بېلابېلو پېښو پرمهال  ٩ ماين جوړونکي او خښوونکي د خپلو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي او٢ پوليس ټپيان  دي.

د کورنيو چارو وزارت له لوري د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه د ده يک ولسوالۍ د الوخېلو په سيمه کې ٧  وسله وال په يوه ځايي جومات کې هغه مهال د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول ، چې د ماين په جوړېدو بوخت وو.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه چاودنه کې ٧ واړه ماين جوړونکي وژل شوي ، خو نور چاته زيان نه ده اوښتى.

کورنيو چارو وزارت د وسله والو طالبان د داسې اعمالو غندنه کړې، چې د خپلو موخو لپاره له مقدسو ځايونو استفاده کوي.

په ورته مهال د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وري په ١٠ پژواک ته وويل، چې نن سهار د اندړو ولسوالۍ ګبري سيمه کې٢  هغه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي، چې له ځان سره يې لېږداوه.

ننګ وايي، ماين خښوونکو هوډ درلود ، چې د غزني – کندهار پر لويه لاره ماين خښ کړي.

خو نوموړى وايي، نن (يکشنبه) سهار مهال ددغه ولايت د ښار اړوند په يو سيمه کې د پوليس پر يوه موټر چاودنه شوې، چې په کې دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.

Related Topics