غزني (پژواک ١١ ورى ۹۳): په غزني کې مېشت پولنډي ځواکونو د دغه ولايت له ملکي روغتون سره د درملو او نورو روغتيايي وسايلو مرسته وکړه.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنديي پژواک اژانس ته وويل، چې په يادو مرستو کې ۴۸ قلمه طبي وسايل او لسګونه قلمه درمل شامل دي.
نوموړې زياته کړه، مرسته شوي طبي سامان الات خورا پرمختللي دي، چې د دغه روغتون ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي.
ضياګل وايي: ((له دې مرستو سره به زموږ ستونزې راکمې شي او له درملو څخه به په بېړنيو حالاتو کې کار واخلو.))
بلخوا په غزني کې د پولنډ هېواد ملکي استازي وويل، هېواد به يې له افغانستان سره خپلو نورو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي وويل: ((که څه هم پولنډ يو غريب هېواد دى خو موږ به بيا هم خپلو مرستو ته دوام ورکړو.))
د غزني والي موسي خان اکبرزاده وايي، دا مرستې د پولنډ په پارلمان کې يوې ښځينه وکيلې کړې او په افغانستان کې يې د مېشتو پوځيانو له لوري د غزني روغتون ته ور وسپارل شوې.
والي وويل: ((په دې مرسته کې پرمختللي طبي وسايل او ښه دارو درمل شته، چې موږ ورنه ډېره ښه او پر ځاى ګټه ورنه اخيستلاى شو.))
د غزني ملکي روغتون ١٣٠بسترونه لري او د دغه ولايت پر ناروغانو سربېره ورته د ځينو ګاونډيو ولايتونو ناروغان هم د درمنلې لپاره ور وړل کېږي.