Language

غزني کې اته وسله وال او پنځه دولتي سرتېري وژل شوي

غزني (پژواک ١١ ورى ٩٣): د غزني چارواکي وايي، چې په ځينو امنيتي پېښو کې د پنځو ماين خښوونکو په ګډون اته وسله وال او پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو د قرباغ ولسوالۍ په حمزه خېلو سيمه کې د سيمه ييزو پوليس پر يوه پوسته بريد کړى و او وروسته په رامنځته شوې نښته کې يو سيمه ييز پوليس او ٣ وسله وال وژل شوي دي.

ننګ وايي، چې په دې پېښه کې ملکي خلکو ته هېڅ راز زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي، چې په غزني ولايت کې پنځه وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

د دغه وزارت له لوري د وري په ١١مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه تېره شپه د اندړو او قرباغ ولسواليو ترمنځ سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې ليکلي، دغو ماين خښوونکي غوښتل، چې د غزني-کندهار پر لويه لار ماينونه خښ کړي.

بلخوا دغه وزارت وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې په بېلابېلو پېښو کې ٤ سرتېري وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغو پېښو ځايونه نه دي په ډاګه شوي.

Related Topics