Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د کانديدانو پوسټرونه شکول کېږي

چاريکار (پژواک ١١ ورى ٩٢): په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دفتر شکايت کوي، چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ناپېژانده کسان د ټاکنو لپاره لګول شوي پوسټرونه شکوي.

په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر عبدالقهار وهاب ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي په موخه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر پوسټرونه نصب کړي دي.

خو هغه وايي، د دغو پوسټرونو سلګونه يې د ناپېژانده کسانو له خوا چې غواړي د ټاکنو پروسه له ستونزو سره مخ کړي، څيري شوي دي.

ده وويل: “هر څومره چې پوسټرونه وشکوي، موږ نور نصبوو او نصب کړي مو هم دي.”

د ياد دفتر د عامه پوهاوي مبلغ صديق صفار وايي، چې ده پر خپل لاس يواځې د پروان په مرکز کې شاوخوا ٣٠٠ پوسټرونه نصب کړي، خو تر نصب څو ورځې وروسته شکول شوي خو بېرته يې نصبول دوام لري.

دى وايي، پوسټرونه يا “د ټاکنو او وطن دښمنان ” او يا هم ماشومان شکوي.

د دغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکى جان اغا هم وايي، چې د پروان– کابل پر لويه لاره هم ډېر پوسټرونه نصب شوي وو، خو ډېر يې شکول شوي دي.

دى وايي، چې ځيني پوسټرونه ماشومان شکوي، خو ځيني د ناپېژانده کسانو له خوا د شپې له خوا شکول کېږي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي، کېداى شي ځيني پوسټرونه څيري شوي وي، خو پوليسو يې تر اوسه په تړاو څوک نه دي نيولي.

د ده په وينا، په ټولو سيمو کې د دغه کار مخنيوى ځکه ستونزمن دى، چې د پوليسو شمېر دومره نه دى چې د ولايت په هره سيمه کې پوسټرونه وڅاري او د شکولو مخه يې ونيسي.

ده له خلکوغوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له پوليسو سره مرسته وکړي تر څو د دغه کار عاملين وپېژني.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.