کابل(پژواک١٢کب٩٣): ولسمشرحامد کرزي شهزاده مقرن ته د ولیعهد د ولي په توګه د ده د انتخابېدو له امله مبارکي وویله.
له ارګ څخه د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي ، چې ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې وروسته د يوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې د سعودي عربستان د وليعهد له ولي شهزاده مقرن بن عبدالعزیز آل سعود سره خبرې وکړې.
خبرپاڼه زياته وي، په دغه تيلیفوني اړیکه کې، ولسمشرحامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سعودي عربستان د وليعهد د ولي په توګه د شهزاده مقرن د انتخابېدو له امله د خپلې مبارکۍ او نېکو هيلو مراتب ده او د سعودي عربستان شاهي کورنۍ او ولس ته وړاندې کړل.
سرچينه ليکي، چې حامد کرزي همداراز د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمین الشریفین اعليحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود دغه پرېکړه، ارزښتناکه وبلله.
سرچينه کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي د خادم الحرمین الشریفین له لارښوونو او د شهزاده مقرن بن عبدالعزیز آل سعود له هغو هڅو څخه مننه وکړه چې دوی د افغانستان د سولې د بهیر د بریالي کېدو لپاره کړي دي.
سرچينه وايي، شهزاده مقرن بن عبدالعزیز آل سعود د ولسمشر حامد کرزي له تيلیفوني اړیکې څخه په مننې سره، افغان ملت ته خپلې نېکې هیلې او پیرزوینې څرګندې کړلې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP