کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د هېواد عامې روغتيا وزارت د ټاکنو په ورځ د احتمالي ټپيانو او پېښو لپاره له ځانګړي چمتووالي خبر ورکړ.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه په ټول هېواد کې ترسره شي.
د عامې روغتيا وزير ثريا دليل نن (د وري ١٢مه) په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د دغه وزارت ټول کارکوونکي د ټاکنو په ورځ د سهار له اوونيمو د مازديګر تر څلورنيمو پورې په روغتيايي مرکزونو کې حاضر دي.
د عامې ورغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه له دوو زرو زياتو روغتونونو، روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو کې نږدې ٣٠ زره ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي کار کوي.
ثريا دليل زياته کړه، چې په روغتيايي مرکزونو کې د وينې، درملو او امبولانس د اړتيا وړ تدابير نيول شوي دي.
هغې وويل، چې خصوصي روغتونونو ته هم لارښوونه شوې، چې د ټاکنو په ورځ دې فعال وي.
نوموړي څرګنده کړه، چې نږدې يوه مياشت وړاندې د ټاکنو په ورځ د همکاريو يو هوکړه ليک د عامې روغتيا، ملي دفاع، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت ترمنځ لاسليک شوى دى.
د عامې روغتيا وزيرې زياته کړه، د ټاکنو په ورځ پر وخت سره د احتمالي ټپيانو د درملنې او لېږد په موخه د يادو ارګانونو او سرې مياشتې ترمنځ د سوق او ادارې يو ګډ مرکز جوړ شو دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP