Language

ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه

جلال اباد (پژواک ١٢ ورى ٩٣): يو ځانمرګى بريد کوونکى مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي، ځان ته چاودنه ورکړې، خو وروسته په ټپي حالت کې پوليسو نيولى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د بټي کوټ ولسوالۍ د لوړتۍ په سيمه کې يوه ځانمرګي بريد کوونکى مخکې له هدفه ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله يې نوموړى ټپي شوى دى.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال بيا وايي، ياد ځانمرګى بريدګر چې ځان يې تر هدفه رساوه، د بټي کوټ د لوړتۍ په سيمه کې يې چاودنه کړې او په کې ټپي شوى دى.

دى وايي: ((دغه تن د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پخوا يې ماينونه هم جوړول، خو نن يې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او په ټپي حالت کې پوليسو نيولى دى.))

د مشرقيوال په وينا، چې ټپي شوى دغه ځانمرګى روغتون ته لېږدول شوى دى.

خو د سيمې اوسېدونکى ميراجان بيا وايي، نوموړي کس غوښتل چې د ولايتي شورا د يوه نوماند پر کمپاينيز کاروان بريد ترسره کړي.

ده وويل: ((د ولايتي شورا د نوماند ملک نصيب موټريز کاروان روان و، ده غوښتل چې بريد پرې وکړي، خومخکې له دې چې هغوى ورسېږي، لږو چاودېدونکو توکو يې انفجار وکړ او دى يې ټپي کړ.))

دى وايي، چې ځانمرګى بريدګر هم د بټي کوټ ولسوالۍ د شبديانو سيمې اوسېدونکى دى.

د ولايتي شورا نوماند ملک نصيب بيا وايي، چې دغه دى خپله په دغه کاروان کې نه و، يوازې له تبليغاتي کارکوونکو لرې دغه چاودنه رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه: ((ځانمرګي غوښتل چې له ويالې راپورې وځي خو راولوېد او چاودنه رامنځته شوه.))

د ملک نصيب په خبره، د ده پلويانو ته کوم زيان نه دى اوښتى او ځانمرګى بريدګر هم د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.