ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ کانديدانو ‘نيم’ افغانستان ته سفرونه ونه کړل

د ولسمشرۍ کانديدانو ‘نيم’ افغانستان ته سفرونه ونه کړل

کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ اتو کانديدانو د خپل ټاکنيز کمپاين په دوه مياشتنۍ موده کې ، چې نن پاى ته رسېږي، د ٣٤ ولايتونو له ډلې، ١٤ ولايتونو ته سفر ونه وکړل.

اروزګان، بادغيس، پکتيکا، زابل، کونړ، لغمان، غزني، سرپل، غور، فراه، نورستان، دايکنډي، نيمروز او ميدان وردګ هغه ١٤ ولايتونه دي، چې د ولسمشرۍ کانديدان نه دي ورغلي، څو خلکو ته مخامخ خپل پروګرامونه تشريح کړي.

د ټاکنيز کمپاين په دوه مياشتنۍ موده کې چې د تېر کال د سلواغې په ١٣مه پيل شو، کانديدانو د کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات په څېر پر لويو ښارونو ډېر تمرکز درلود او په همدغو ولايتونو کې يې خپلې ډېرې غونډې ترسره کړې او خلکو ته يې د خپلو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

ټولو اتو کانديدانو، ګل اغا شېرزي، ډاکټر اشرف غني احمدزي، عبدرب الرسول سياف، قطب الدين هلال، ډاکټر عبدالله عبدالله، هدايت امين ارسلا، ډاکټر زلمي رسول او داوود سلطان زوى په کابل کې غونډې جوړې کړې او خپلو پلويانو ته يې ويناوې وکړې.

دغو کانديدانو خلکو ته خپل پروګرامونه تشريح کړل، ژمنې يې وکړې او تر څنګ يې د خلکو د باور او رايې ترلاسه کولو لپاره پر دولت پراخې نيوکې هم وکړې.

تر کابل وروسته، هرات دويم ولايت دى چې ټول اته کانديدان ورغلي او خلکو ته يې خپل پروګرامونه تشريح کړي دي.

ننګرهار درېيم ولايت دى، چې ډېرو کانديدانو ورته سفرونه کړي دي؛ دغه کانديدان ډاکتر محمداشرف غني احمدزى، ډاکتر عبدالله عبدالله، ډاکټر زلمى رسول، ګل اغا شېرزى، داوود سلطانزوى، عبدرب الرسول سياف او هدايت امين ارسلا دي.

کندهار ته شپږ کانديدان؛ ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر زلمی رسول، محمدشفيق ګل اغا شېرزی، ډاکټر محمداشرف غني احمدزی او استاد عبدرب الرسول سياف سفرونه کړي او خپلو پلويانو ته يې ويناوې کړې دي.

په همدې ډول د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې پروان ولايت ته پنځه کانديدان؛ ډاکټر عبدالله عبدالله، استاد عبدرب الرسول سياف، ډاکټر زلمى رسول، انجنير قطب الدين هلال او داوود سلطان زوى ولاړل.

بلخ ته هم څلور کانديدان؛ هدايت امين ارسلا، ډاکټر زلمی رسول، ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزى تللي دي.

کندوز ته څلورو کانديدانو هر يوه ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، زلمي رسول او ګل اغا شېرزي سفرونه کړي دي.

باميانو ته څلور کانديدان هر يو ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټر عبدالله عبدالله، ګل اغا شېرزى او ډاکټر زلمى رسول ورغلي دي.

بغلان ته هم څلور کانديدان هر يو ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر زلمى رسول، هدايت امين ارسلا او انجنير قطب الدين هلال سفرونه کړي دي.

بدخشان ته درى کانديدان هر يو ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټر عبدالله عبدالله، زلمى رسول تللي او خپلو پلويانو ته يې ويناوې کړې دي.

کاپيسا ته هم درى کانديدان هر يو داوود سلطان زوى، قطب الدين هلال او عبدرب الرسول سياف ورغلي دي.

پکتيا ته هم درى کانديدان؛ ډاکټر زلمى رسول، ډاکټر اشرف غني احمدزى او محمد داوود سلطان زوی تللي دي.

هلمند ته درى کانديدان هر يو ډاكټر اشرف غني احمدزى، ګل اغا شېرزى او زلمى رسول ورغلي دي.

خوست ته هم دريو کانديدانو هر يوه ډاکټر زلمي رسول، ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سفرونه کړي دي.

پنجشېر ته دوو کانديدانو هر يوه زلمي رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله سفرونه کړي دي.

تخار ته هم دوه کانديدان هر يو اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ورغلي دي.

سمنګانو ته يواځې هدايت امين ارسلا تللى دى.

لوګر، جوزجان او فارياب ولايتونو ته يواځې اشرف غني احمدزى ورغلى دى.

هغه ولايتونه چې يواځې د کانديدانو مرستيالان ورغلي دي:

په تخار کې د زلمي رسول مرستيال احمدضياء مسعود خپلو پلويانو ته وينا کړې ده.

په دايکنډي کې د اشرف غني احمدزي دويم مرستيال محمدسرور دانش او د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړي مرستيال انجنير محمدخان سفرونه کړي او خپلو پلويانو ته يې ويناوې کړې دي.

کندوز ته د عبدرب الرسول سياف دويم مرستيال عبدالوهاب عرفان تللى او خپلو پلويانو ته يې وينا کړې ده.

د قانون له مخې، نن ناوخته ( د شپې ١٢بجې) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو د کمپاين موده پاى ته رسېږي او تر دې وروسته هېڅ کانديد نه شي کولى، په رسنيو کې راښکاره شي او يا خلکو ته ويناوې وکړي.

ټاکل شوې د راتلونکې شنبې ورځ (د وري١٦مه) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

په دغو ټاکنو کې اته تنه د ولسمشرۍ څوکۍ او شاوخوا ٢٦٠٠ تنه د ولايتي شوراګانو د څوکيو لپاره سره سيالي کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.