کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٣): په افغانستان کې، د ملګرو ملتونو مرستندويه سياسي دفتر (يوناما) د تېرو ټاکنو په پرتله د سږکال ټاکنو په ښه ډول د تر سره کېدو ډاډ ورکړى او ويلي يې دي، چې په ټاکنو کې به دا ځل کومه بهرنۍ لاسوهنه ونشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، يان کوبېش نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغانانو اوس د خپلې رايې ارزښت پېژندلى او دا ځل به خلک، له هيڅ ډول لاسوهنې پرته د خپلې رايې او پرېکړې له لارې، راتلونکى ولسمشر وټاکي.
هغه زياته کړه، چې ټاکنې به بې عيبه نه وي، خو بيا هم ټاکنې يوه ډيموکراتيکه پروسه او سياسي وسيله بللى شو او افغانان اوس له دغې سياسي او ډيموکراتيکې وسيلې څخه په ګټې، د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په اړه د خپل ګډون اهميت ارزښت درک کړى دى.
کوبېش وويل، چې د رايې ورکولو د نوم ليکنې پروسه، د ټاکنيزو کمپاينونو تر سره کېدل او په کمپاينونو کې په پراخه ډول د دوى ګډون او لېوالتيا دا څرګندوي، چې افغانانو د خپل ليدلوري په ډول کې بدلون راوستى او فکر کوي، چې دوى په خپلو لاسونو سره خپل راتلونکى ټاکلى شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ياد چارواکي زياته کړه، څېړنې ښيي چې له تخنيکي پلوه د ټاکنو د تر سره کولو په اړه ښې تيارۍ نيول شوې دي.
نوموړي په ټاکنو کې د اندېښنو په ځانګړي ډول د بهرنيانو د لاسوهنې په اړه وويل: ” دا ځل به په ټاکنو کې د بهرنيانو د هيڅ ډول لاسوهنې نيت او هوډ شتون ونه لري او د افغانستان دغه ټاکنې، د افغانستان لپاره دي.”
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي په تېرو ټاکنو کې د بهرنيانو له لاسوهنې او همدرانګه په راتلونکو ټاکنو کې هم د دوى پر لاسوهنې نيوکه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، پر ټاکنو څار د ټاکنو مشروعيت او کيفيت ټينګولو لپاره مهم رکن وباله او ويې ويل، چې څار د خلکو تر منځ د باور فضا رامنځته کولى شي او خلکو ته يو داسې ذهنيت ورکوي، چې د دوى رايه د احترام وړ ده او کومه لاسوهنه پکې نه ده شوې.
هغه څرګنده کړه، چې ملګري ملتونه به دا ځل د ا فغانستان د ټاکنو له پروسې څارنه ونه کړي، بلکې د ټاکنيزو بنسټونو لپاره به تخنيکي مرستې چمتو کړي، خو له ٢٠٠ زره څخه زيات ثبت شوي نړيوال او افغان څارونکي به له دغې پروسې څار وکړي.
کوبېش، د افغانستان په سولې او ثبات کې د ګاونډيو هېوادونو د رول په اړه زياته کړه، چې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې، پاکستانيو چارواکو ورته ويلي، چې په افغانستان کې د سراسري او له سولې څخه د ډکو ټاکنو غوښتونکي دي او په دې يې ټينګار وکړ، چې د افغانستان په کورونيو چارو کې هيڅ وخت لاسوهنه نه کوي او له کوم ځانګړي کانديد به ملاتړ ونه کړي.
کوبېش زياته کړه، چې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د سياسي استازو په ګډون ټولو استازو له افغانستان سره پر خپلې مرستې ټينګار وکړ، چې دا پخپله د بهرنيو ځواکونو د ماموريت په پاى ته رسېدو کې، يو مهم پيغام دى.
هغه وويل: ” د ټاکنو د پروسې په اړه به پخوا ډېرې پوښتنې مطرح کېدې، چې ايا ټاکنې به تر سره شي او که نه؟ ايا خلک به په ټاکنو کې ګډون وکړاى شي او که نه؟ او يا به دغه ټاکنې سراسري وي او که نه، خو دا ځل د ټاکنو د تر سره کېدو او د خلکو د ګډون په اړه هيڅ شک او پوښتنه شتون نه لري.”
د ملګرو ملتونو سازمان ياد چارواکي زياته کړه، چې د دغه سازمان د امنيت شورا د ناستې بل پيغام، د افغانستان ټاکنو او د سياسي واک د لېږد په اړه و، چې د تېرو ټاکنو په پرتله پکې ډېرو هيلو شتون درلود او ټول په دې باور و، چې د تېرو ټاکنو په پرتله ښو تياريو ته په پام سره به خلک په راتلونکو ټاکنو کې ډېره ونډه واخلي.