محمودراقی ( پژواک، ١٣ ورى ٩٣): د کاپيسا په کوهبند ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې يو پخوانى جنرال او جهادي قوماندان ، د هغه زوى او د دې ولسوالۍ يو چارواکى ووژل شول.
د کاپيسا د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوال عبدالفتاح شفيق ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړک د غاړې ماين دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په څه باندې څلورو بجو د بولاغين په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه وويل، چې په وژل شويو کسانو کې يو پخوانى جنرال او جهادي قوماندان زيب نور ، د کوهبند ولسوالۍ يو چارواکى او دوه نور کسان شامل دي.
خو د سيمې اوسېدونکي او عيني شاهد سرحد ګل وايي ، چې په وژل شويو کسانو کې حاجي زيب نور ، د هغه زوى او د کوهبند ولسوالۍ اجرائيوي مدير محمدهاشم شامل دي .
دى وايي، چې د يادو کسانو پر موټر په دې چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي هم دي .
په دې اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.