Language

بلخ کې د رايې ورکولو ډېرى مرکزونو ته اړين توکي رسول شوي

مزارشريف (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې د دغه ولايت ۹ ولسواليو ته يې د ټاکنو د ورځې اړين توکي استولي، د مزارشريف ښار او څلور ولسواليو توکي د لېږد په حال کې دي.

دوی همداراز وايي، چې د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه بنده شوې او تر دې دمه ۲۴۸ زره کسانو د ټاکنو کارتونه ترلاسه کړي دي.

د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان د وري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د بلخ ولايت ولسواليو ته د ټاکنو د ورځې د توکو د لېږد لړۍ پيل شوه.

ده زياته کړه، چې په دغو توکو کې رنګ، د رايه ورکولو پاڼې او نور اړوند توکي شامل دي.

د هغه په وينا، دغه توکي د شمال زون د ملي اردو او ملي پوليسو په مرسته په ولسواليو کې ټاکل شوو ګودامونو ته ولېږدول شول.

ارمان وويل، چې تر دې دمه د بلخ ولايت خلم، چمتال، چاربولک، کشندې، زارع، چارکند، شورتېپه، کلدار او دولت اباد ولسواليو ته د ټاکنو د ورځې ټول توکي لېږدول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغو ولسواليو ته د ټاکنو د ورځې د توکو د لېږد په برخه کې له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه شول.

د هغه په وينا، لا هم د بلخ ولايت، مرکز مزارشريف ښار او دهدادي، نهرشاهي، مارمل او بلخ ولسواليو د ټاکنو د ورځې توکي د لېږد په حال کې دي.

ارمان وويل، چې دغو ولسواليو ته د توکو د لېږد په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته؛ خو دوی هڅه کوي، چې د درغليو د کېدو مخه به په پوره توګه ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې يادې ولسوالۍ د ولايت له مرکز سره دومره واټن نه لري، چې له همدې امله په وروستيو شېبو کې هم دوی د ټاکنو د ورځې ټول مواد په اسانه لېږدولی شي.

هغه د ټاکنو د کارتونو د وېش د پروسې په اړه وويل، چې د قانون له مخې ۷۲ ساعته مخکې بايد د کارتونو د وېش پروسه بنده شي، چې په دغه ولايت کې بنده شوې ده.

ارمان وويل، چې د ټاکنو د پروسې په ترڅ کې د بلخ ۲۴۸زره خلکو کارتونه ترلاسه کړي، چې ۴۱ سلنه يې ښځينه دي.

نوموړي همداراز له امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې د شپږو ټاکنيزو مرکزونو د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د هغه په وينا، په بلخ کې د ټاکنو د رايه ورکولو ۳۱۹ مرکزونه دي، چې ۶ مرکزونه يې د امنيتي ارګانونو له خوا له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ بلل شوي دي.

د ټاکنو د کمېسيون مشر وويل، دوی پر امنيتي ارګانونو ټينګار کړی، چې د ټاکنو تر ورځې پورې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې مرکزونو په اړه وروستى تصميم له دوی سره شريک کړي.

نوموړي زياته کړه، چې که چېرې د يادو مرکزونو ګواښ راټيټ نه شي نو دوی مجبور دي، چې بند يې وساتي.

د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې دوی لا هم په دې هڅو کې دي، چې د دغه ولايت تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې د ټاکنيزو مرکزونو شمېر راکم کړي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې درې، په چاربولک او شولګر ولسواليو کې يو يو او همداراز د ولايت د مرکز اړوند سيمه- افغانيه ښارګوټي کې يو مرکز تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه د شنبې په ورځ ترسره شي.

Related Topics