Language

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د يوه قوماندان په ګډون اته وسله وال ووژل شول

اسعداباد-لښکرګاه (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د کونړ امنيتي مسوولين وايي ، چې د بهرنيو ځواکونو د  بې پيلوټه الوتکې  بريد کې د يوه قوماندان په ګډون  اته وسله وال وژل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  چې دغه بريد نن له غرمې مخکې د ناړۍ ولسوالۍ د جنګل ګوشه په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون ٨ وسله وال وژل شوي دي.

بلخوا د هلمند ولايت امنيتي مسوولينو وايي، چې د ولايت په مرکز لښکرګاه کې يې دوه موټرسايکل بمونه کشف او شنډ کړي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک اژانس ته وويل، چې  دغه بمونه نن يوه بجه کشف او وروسته د انجنيرۍ ټېم له خواشنډ شول.

د نوموړي په وينا، دا موټرسايکلونه د ښار په منځ کې ښځينه بازار او بل يې کندهار اډې ته څېرمه درول شوي وو.