Language

د جلال اباد-کابل د دويم سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د کابل – جلال اباد سړک د دويم لين د جوړولو چارې د وري په ١٣مه پيل شوې.

د دغه سړک د کار د پيلېدو په مراسمو کې د ماليې او فوايد عوامې وزيرانو، د ننګرهار والي، د ملي شورا وکيلانو، ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د دغه سړک د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جلال اباد- کابل دويمه کرښه ترانزيټي سړک له کابل ښار څخه د دغه ولايت د خاکجبار ولسوالۍ تر څپرې سيمې پورې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې له څپرې څخه تر جلال اباده پورې ١٠٠ کيلومتره ساحه پاتې ده، چې نن يې د جوړولو چارې پيل شوې.

ده زياته کړه: ((د خوشحالۍ ځاى دى چې نن موږ د يوې لويې ترانزيټي لارې د جوړېدو شاهدان يو او د دې لارې ګټه به ټولو هېوادوالو ته وي.))

زاخېلوال وويل، چې پر دغه سړک شاوخوا ١١٠ ميليونه ډالر لګښت راځي چې په پاخه او اساسي ډول به جوړ شي.

د فوايد عامې وزير انجنير نجيب الله اوژن پژواک اژانس ته وويل، چې له کابل څخه تر جلال اباد ښار پورې د دويم سړک پر جوړېدو په ټوليزه توګه ١٦٠ ميليونه ډالر لګښت راځي چې د څپرۍ نه تر کابل پورې يې چارې بشپړې شوې او ٦٠ ميليونه ډالر لګښت پرې راغلى دى.

ده زياته کړه: ((د نړيوال بانک له لوري دغه سړک جوړېږي، دغه سړک به نهه متره پلنوالى ولري.))

دى وايي، چې د اته زره متره په اوږدوالي ياد سړک دېوالونه هم لري او شاوخوا ١١ لوى پلونه او ٢٦٦ واړه پولچکونه لري.

د ولسي جرګې منشي او د ننګرهار اوسېدونکى انجنير سيد اکرام بيا د ياد سړک د جوړېدو پر پرانيستې خوښي وښوده او زياته يې کړه چې جوړوونکي شرکتونه دې د ياد سړک پر کيفيت ډېر تمرکز وکړي.

نوموړي له يادو دواړو وزيرانو هم وغوښتل چې د بهسودو پول د جوړېدو په برخه کې دې جدي اقدامات وکړي.

ده زياته کړه: ((موږ په نننۍ پرانيسته خوشحاله يو، خو بايد نورې ګڼې پروژې ننګرهار ته ورکړل شي.))

سيد اکرام د فوايد عامې او ماليې له وزيرانو مننه وکړه چې له مشرقيوالو سره يې د دې ډول سترې پروژې په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين هم د سړک پر پرانيستې خوښي وښوده او ويې ويل چې ياد سړک د ټول هېواد لپاره يوه اساسي پروژه ده.

ده زياته کړه: ((دا يوه ډېره لويه ترانزيټي لاره ده، هم زموږ لپاره اقتصادي ګټه لري او هم نوره.))

هغه پر وزيرانو هم غږ وکړ، چې د بهسودو پول د جوړېدو د چارو په پيل کې هم له دوى سره مرسته وکړي.

نوموړي وويل، که چېرې د بهسودو پول ونړېږي نو لرې نه ده چې له ننګرهار سره به د ګڼو ولسواليو او دوو ولايتونو چې کونړ او نورستان دي، اړيکې پرې شي.

د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله زمرى هم پر مرکزي دولت غږ وکړ، چې يوازې وعدې دې نه کوي او خپلې چارې دې ترسره کړي.

ده زياته کړه: ((د بهسودو د پول پرانيسته مو يو کال مخکې وکړه، مګر تر اوسه پورې کار پرې نه دى پيل شوى.))

دى وايي، چې وزيران د دروغو ژمنې کوي او ننګرهاريان تل په تمه ساتي.

ياده دې وي چې د جلال اباد-کابل دويم لين سړک د جوړولو چارې پر داسې مهال پرانيستل کېږي چې ټاکل شوې راتلونکې شنبې په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.