ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ کانديدانو په ټاکنيزو مبارزو کې ٥٤ ميليون افغانۍ لګولي

د ولسمشرۍ کانديدانو په ټاکنيزو مبارزو کې ٥٤ ميليون افغانۍ لګولي

کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديدانو، د خپلو ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې، چې تېره ورځ پاى ته ورسېدې، شا وخوا ٥٤ ميليونه افغانۍ لګولي، چې له دې ډلې يې ٢٤ ميليونه افغانۍ مالي مرستې تر لاسه کړې دي.

 د ولسمشرۍ د يوولسو کانديدانو تر منځ يادې ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣ مه پيل او د دوه مياشتو په تېرېدو سره پرون پاى ته ورسېدلې.

 محمد اشرف غني احمدزى، ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد داوود سلطانزوى، زلمى رسول، قطب الدين هلال، محمد شفيق ګل اغا شېرزى، پروفيسور عبدرب الرسول سياف، هدايت امين ارسلا، عبدالرحيم وردګ، عبدالقيوم کرزى او محمد نادر نعيم د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کانديدان دي.

 د دغو دوه مياشتنيو سياليو په ترڅ کې، د ولسمشرۍ درې کانديدان له خپلې کانديداتورۍ د نورو په ګټه تېر شول.

عبدالقيوم کرزي او محمد نادر نعيم، له زلمي رسول ملاتړ وکړ او عبدالرحيم وردګ له خپلې کانديداتورۍ له چا څخه تر ملاتړ پرته، تېر شو.

 د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، د ولسمشرۍ هر کانديد د خپلو ټاکنيزو مبارزو پر مخ وړلو لپاره لس ميليون افغانۍ لګولى شي، خو وروستۍ شمېرې څرګندوي، چې دغو کانديدانو د خپلو مبارزو په ترڅ کې، په قانون کې د يادې شوې برخې نيمايي اندازه پيسې لګولې دي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، چې دغو ١١ کانديدانو د خپلو ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې شا وخوا ٥٤ ميليون افغانۍ لګولي، چې له دې اندازې يې ٢٤ ميليونه افغانۍ، مالي مرسته تر لاسه کړې ده.

 د ولسمشرۍ کانديدانو د ٨ کسانو له ډلې يې يواځې انجنير قطب الدين هلال او محمد شفيق ګل اغا شېرزي، د خپلو ټاکنيزو مبارزو په مخ ته وړو کې مالي مرستې نه دي تر لاسه کړي.

 لاندينى جدول، چې د ټاکنو له وېب پاڼې څخه اخيستل شوى، د يادو کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو لګښتونه او له دوى سره د شويو مالي مرستو څرګندونه کوي.

شمېره

د ولسمشرۍ کانديد نوم

تر لاسه شوې مرسته

د ټاکنيزو مبارزو لګښتونه

1

ډاکټر عبدالله عبدالله

 9554500

6238590

2

محمد داود سلطان زوی

 80000

4014849

3

عبدالرحيم وردګ

 0

399280

4

عبدالقيوم کرزی

 1105000

8014754

5

محمد اشرف غني احمدزی

 2340000

4238875

6

محمد نادر نعيم

 2350000

4782316

7

زلمی رسول

 6850000

7006842

8

انجنير قطب الدين هلال

 0

6096021

9

محمد شفيق ګل آغا شېرزی

 0

3072870

10

پروفيسور عبدرب الرسول سياف

 540000

5228674

11

هدايت امين ارسلا

 1009150

4643546

ټولټال تر لاسه شوې مرسته

23828650

لګول شوې        53736617

 

ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ ( د وري ١٦ مه) تر سره شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.