محمودراقي (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د کاپيسا د ښځو چارو رياست وايي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل په دغه ولايت کې ګڼ شمېر مېرمنو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي دي.
د کاپيسا ښځو چارو رييسې سيفورې کوهستانۍ د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې د تېرو کلونو په پرتله تېر کال کې د کاپيسا د مېرمنو د تاوتريخوالي په اړه له ۱۰۰ څخه زياتې پېښې ثبت شوې وې، خو بيا هم ډېرو ښځو د رايو کارتونه اخيستي دي.
هغې زياته کړې: ((د تاوتريخوالي دغه شمېرې د بشري حقوقو ادارې هم تاييد کړې، خو موږ خوښ يو، چې زموږ د ګړنيو فعاليتونو له امله په دغه ولايت کې ډېرى مېرمنو د رايو کارتونه اخيستي او د ټاکنو په ورځ به د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکوي.
د سيفورې په وينا، د تېرو ټاکنو پر مهال په دغه ولايت کې اوه زره مېرمنو د رايو کارتونه اخيستي وو، خو دغه ځل دا شمېره له ١٣ زرو څخه اوښتې ده.
د کاپيسا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر نورمحمد حنيفي هم وايي، چې دغه ځل په دغه ولايت کې د هغو مېرمنو شمېر دوه برابره زيات شوى، چې د رايو کارتونه يې اخيستي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په هغو ولسواليو کې امنيت خراب دى او د پوهې کچه يې هم ټيټه ده، خو بيا هم په دې سيمو کې ګڼ شمېر مېرمنو د رايو کارتونه اخيستي دي.
بلخوا د دغه ولايت يو شمېر مېرمنې وايي، چې دوی غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي او هېڅ خنډ به د رايې اچونې پر وړاندې پيدا نه شي.
د شازيې په نوم د کاپيسا يوې اوسېدونکې چې خياطي کوي پژواک ته وويل: ((ټاکنې زموږ له ژوند سره تړاو لري زموږ او د نارينه و رايه مساوي ده، که چېرې موږ برخه وانه خلو، نو کېدای شي چې په يوې رايې سره داسې څوک واک ته ورسېږي ، چې د هېواد ملي ګټې ونه ساتلی شي او نه هم د ښځو حقوقو ته پام وکړي.
د نيلاب کوهستانۍ په نوم يوه بله مېرمنه بيا وايي ، چې د کاپيسا د ښځو چارو رياست په دې برخه کې کار کړی او خلک اوس پر دې پوه شوي ، چې مېرمنې هم په ټولنه کې فعاليت کولای شي او هم دوی له خپلو حقونو خبرې شوې ، چې څنګه په يو اجتماعي فعاليت کې برخه واخلي.
ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د وري په ١٦مه، د شنبې په ورځ ترسره شي.