اسعداباد (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د کونړ ولايت پوليسو له يوه ماشوم سره ١٢ سوه جعلي کارتونه نيولي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن دوولس بجې د دغه ولايت پوليسو د نرنګ په ولسوالۍ کې له يوه نورستاني لس کلن ماشوم سره دوولس سوه د رايې اچونې جعلي کارتونه نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې نوموړی ماشوم له ننګرهاره د کونړ اسعداباد ته په لاره و، چې د نرنګ ولسوالۍ د تلاشۍ په پوسته کې ونيول شو.
سيدخېل وايي، چې په دغو کارتونو کې داسې هم دي، چې د يوه کس انځور پر شپږو اوو کارتونو نښلول شوى دى.
امنيه قوماندان وويل، چې دغه ماشوم د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکى دى او غوښتل چې دغه کارتونه نورستان ولايت ته ورسوي او د کوم کانديد په ګټه يې وکاروي.
د يادونې ده، تېره ورځ هم په ماڼوګي ولسوالۍ کې له يوه نورستاني څخه دوه سوه جعلي کارتونه نيول شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن