Language

ننګرهار کې ټاکنو ته کلک امنيتي تدابير نيول شوي

جلال اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د ټاکنو د ورځې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي او په دغه ولايت کې به ٣٨٣ مرکزونه فعال وي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو ورځې د خونديتوب لپاره يې ګڼ پلانونه په لاره اچولي دي.

هغه زياته کړه ، چې له ټاکنو وړاندې يې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې چاڼيز عمليات کړي چې ګڼ هغه د رايې ورکولو مرکزونه ، چې تر لوړ ګواښ لاندې وو نورمال حالت ته يې راوستي دي.

شېرزاد وايي: ((موږ بيا هم غلي نه کېنو او بيا هم يو شمېر عمليات په پام کې لرو ، چې ترسره يې کړو.))

د ده په خبره، چې د ټاکنو د ټولو مرکزونو لپاره يې کسان پر دندو ګومارلي او دوى کولى شي، چې ښه په اسانۍ سره يې امنيت خوندي کړي.

دى وايي چې په دې وروستيو کې يې د ننګرهار په حصارک، شېرزادو، خوګياڼو، چپرهار، پچيراګام، بټي کوټ او يو شمر نورو ولسواليو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي ، چې ګڼې لاسته راوړنې لري.

نوموړي وويل: ((په دغو عملياتو کې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، په سلګونه ميله وسلې زموږ لاس ته راغلې او يو شمېر وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.))

په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه ټول هغه سرحدونه، چې دوى يې د ګواښ نقطه بولي او وېره ترې لري، چې ګواکې وسله وال به پرې را واوړي په کلکه توګه مخينوى کوي.

نوموړي وويل، سرحدي ځواکونه به نه يواځې دا چې د سرحدونو امنيت ټينګ کړي، هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي ، چې ورانکاره کړنې ترسره کړي، د مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره به له نورو امنيتي ځواکونو سره يو ځاى کار کوي.

دى وايي: ((موږ په ګډه د ټاکنو د امنيت د خوندي کولو په برخه کې کار کوو او په ډاګه دا وايو، چې هېڅ چا ته به د ورانو کړنو اجازه ورنه کړو.))

د حسن خېل په خبره، چې سرحدي پوليس به له ننګرهاره نيولې د کونړ او نورستان ولايت ټول سرحدونه کلک تړي او د ټولو امنيتي ګواښونو مخه به نيسي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال دادان لونګ پژواک اژانس ته وويل، چې وسله وال اوس د جګړې توان نه لري او په هېڅ ډول به د ټاکنو امنيت ګډوډ نه شي کړاى.

دى وايي: ((دا د وسله والو پروپاګند دي، چې وايي موږ به ټاکنې خرابې کړو، د ټولو دې لاس خلاص وي، هېڅوک هم څه نه شي کولى.))

نوموړى وايي، افغان امنيتي ځواکونه اوس د دې توان لري ، چې له هر ډول پياوړي ځواک سره وجنګېږي.

ده زياته کړه: ((وسله وال خو د غلو په څېر غلچکي بريدونه کوي، خو موږ ټول پر شا تمبولي او بېرته خپلو بادارانو ته تښتېدلي دي.))

جنرال لونګ پر ټولو ختيځوالو غږ وکړ، چې دوى به په ډاډمنه امنيتي فضاء کې ټاکنې ترسره کړي او بايد ټول کسان په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ده په خبره، چې ملي اردو، ملي پوليس، د عامه نظم پوليس، ملي امنيت او سرحدي پوليس به د هر ډول دسيسو مخه ونيسي او له دې وړاندې يې هم نيولې ده.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال ګل نبي وردګ ټولو ننګرهاريانو ته ډاډ ورکړ چې د دسيسو مخه نيسي او هېڅ ډول امنيتي پېښه به نه راولاړېږي، نوموړي له نورو څرګندونو څخه ډډه وکړه.

ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د وري په ١٦مه د شنبې په ورځ ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.