Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درېيو سيمو کې ځيني مرکزونه تړل شوي او په ځينو کې ټاکنيز توکي کم دي

هرات-خوست- لوګر (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په هرات، خوست او لوګر ولايتونو کې د رايې اچونې يو شمېر مرکزونه تړل شوي او ځينو ته يې توکي نه دي انتقال شوي.

د هرات والي وايي، چې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون له خبرتيا پرته د رايې ورکولو ٣٣ سايټونه تړلي دي.

سيد فضل الله واحدي په هرات کې د رايې ورکولو په يوه مرکز کې له رايو ورکولو وروسته رسنيو ته وويل، د ټاکنو کمېسيون د دوى له خبرولو پرته په څو ولسواليو کې ٣٣ مرکزونه تړلي دي.

واحدي وايي، دغه مرکزونه، په شينډنډ، اوبې، غوريان، ګلران، رباط سنګي ولسواليو کې د سيمه ييزو چارواکو له خبرولو پرته تړل شوي دي.

نوموړي وويل، په هرات کې د رايې اچونې مرکزونو لپاره پوره امنيتي تدابير نيول شوي، او په ټاکنو کې د خلکو ونډه زياته ده.

په هرات ولايت کې ٤٤٦ د رايې مرکزونه شته، چې څه موده مخکې يې ١٧ هغه د امنيتي ګواښونو له امله تړلي اعلان شول.

د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت په دريو ولسواليو کې د رايې ورکولو ٨ مرکزونو ته ټاکينز توکي او مامورين نه دي رسېدلي.

د ياد ولايت امنيه قوماندان د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيتي ننګونو له امله څرخ، بره کي برک او خوښۍ ولسواليو د رايې ورکولو ٨ مرکزونو ته ټاکنيز توکي نه دي انتقال شوي..

د امنيې قوماندان په وينا، چې له دې وروسته نه شي کولاى دغو سايټونو ته توکي انتقال کړي.

په لوګر ولايت کې د رايې ورکونې ټول ٨٣ مرکزونه شته، چې ٦ يې پخوا د امنيتي ننګونو له امله تړلي اعلان شوي وو.

بلخوا د خوست ولايت په مرکز او يوې ولسوالۍ کې د رايې ورکونې په دوو مرکزونو کې ټاکنيز توکي کم دي.

د خوست ولايت د مرکز اړوند د ګوزڼ د واکسينو په مرکز کې د رايې اچونې د سايټ مسوول شفعت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه مرکز کې ټاکنيز مواد کم دي.

د نوموړي په وينا، په دغه مرکز کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته په ليدو ښايي ټاکنيز مواد ډېر ژر خلاص شي.

په ورته مهال د تڼيو ولسوالۍ د نېک محمد په ښوونځي کې د مدني ټولنې يو ناظر محمدزمان پژواک ته وويل، چې په دغه مرکز کې د ټاکنيز توکي کې دي.

د خوست ولايت د ټاکنو کمېسيون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.