ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پغمان يوه مرکز ته د ثبت لپاره د تسليمۍ فورمې نه دې رسېدلې

د پغمان يوه مرکز ته د ثبت لپاره د تسليمۍ فورمې نه دې رسېدلې

author avatar
5 Apr 2014 - 10:15
د پغمان يوه مرکز ته د ثبت لپاره د تسليمۍ فورمې نه دې رسېدلې
author avatar
5 Apr 2014 - 10:15

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د خواجه مسافر لېسې د رايې ورکونې مرکز مسوولينو د رايې ورکوونکو د پاڼو لپاره د تسليمۍ پاڼې نه دې ترلاسه کړې، څو د رايې ورکونې له پيل وړاندې په کې د پاڼو او رايې ورکونې د بکسونو شمېر په ګډون توکي په کې ثبت کړي.

د رايې ورکونې د دغه مرکز مدير عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کمېسيون د چارواکو له خوا ورته ويل شوي وو، چې د تسليمۍ پاڼې په اړوند بکس کې شته، خو په هغه کې نه وې.

د ده په خبره، د رايې ورکونې بکسونو د مهر شمېرې د ثبت لپاره ځانګړې شوې فورمې لا هم دغه مرکز ته نه دې رسېدلې.

په دغه مرکز کې څارونکي وايي، کله چې د تسليمۍ فورمې نه وي، نو نه څرګندېږي، چې د رايې ورکونې څومره پاڼې او د رايې ورکونې بکسونه دغه مرکز ته لېږدول شوي دي.

دوى وايي، چې له رايې ورکونې وړاندې بايد ټول ټاکنيز توکي په دې فورمه کې ثبت شي.

په ورته وخت کې د ډاکټر عبدالله اړوند يوه څارونکي محمدشاه وويل، چې د دغو فورمو نشتوالى تقلب ته لاره هواروي.

هغه زياته کړه، چې که چېرې دا فورمې مرکز ته ونه رسېږي، نو دوى به د رايې ورکونې مخه ونيسي، خو پر دې سربېره پوليسو ډاډ ورکړى او ويلي يې دي، چې فورمې به ډېر ژر ور ورسېږي او بايد د رايې ورکونې مخنيوى ونه شي.

په دغه مرکز کې د رايې ورکونې بهير نن سهار لس کمې اته بجې پيل شو.

عبدالمنان په دغه مرکز کې شته خبريالانو او څارونکو ته ډاډ ورکړ، چې له کمېسيون سره يې اړيکې نيولې او ورته ويلي يې دي، چې دا فورمې دوى ته استوي، خو تر اوسه (سهار ٩:٣٠) نه دې ور رسېدلې.

ګڼ شمېر خلک چې شمېر يې له زرو کسانو زيات و، په اوږده ليکه کې د رايې ورکونې انتظار کوي.

په دغه مرکز کې د رايې ورکونې درى محلونه شته، چې يو يې د ښځو او دوه نارينه وو ته ځانګړي شوي، خو ځايي اوسېدونکي درى محلونه کم بولي.

د خواجه مسافر يو اوسېدونکى امين الله، چې د رايې ورکونې په اوږده لين کې انتظار و، پژواک ته يې وويل، چې بايد د محلونو شمېر زيات شي.

په ورته وخت کې د کابل پلچرخي ساحې څارونکو پژواک اژانس ته وويل، چې د پلچرخي لېسې د رايې ورکونې په مرکز کې ګډوډي ليدل کېږي.

د کابل ولايتي شورا د نوماند عبدالمحسن حميدي يوه څارونکي سيد جلال وويل، چې د دغه مرکز کارکوونکو ته سمه روزنه نه ده ورکړل شوې.

د ده په خبره، د کارتونو په سوري کېدو کې ستونزه شته، ځيني کارکوونکي د رنګ نشتوالي خبره کوي او وايي، چې د رايې ورکونې پاڼو د مهر کولو په برخه کې ستونزه شته.

د کابل ښار د څرخي پله سيمې د ملاتره خېل مدرسې د رايې ورکونې له مرکز څخه د پژواک خبري اژانس خبريال وايي، چې ده او څارونکو ته د امنيتي چارواکو له خوا اجازه نه ورکول کېږي، چې ننوځي او وضعيت له نږدې وڅاري.

هغه زياتوي، ډېرى امنيتي چارواکي د دغه محل دننه او انګړ کې مېشت دي.

د کابل پنځم سړک د جومات تر څنګ د رايې ورکونې په مرکز کې د نذيرې په نوم يوې څارونکې د رايې ورکونې مرکز دننه خلکو ته د کابل ولايتي شورا د نوماند بهادر بيدارزي تبليغاتي کارتونه وېشل.

کله چې پوليس ورته ځير شول، نو مخنيوى يې وکړ او تبليغاتي کارتونه يې هم مصادره کړل.

همدارنګه د ولسي جرګې غړى رمضان جمعه زاده د کابل ښار خاتم الانبيا په مرکز کې پر رايه ورکوونکو د ځينو مشخصو نومانداند بزنس کارتونه وېشي او همدا شېبه (د سهار اته نيمې بجې) هم هلته ناست دى.

پوليسو همدارنګه له ځينو رايه ورکوونکو د ولايتي شوراګانو د نوماندانو هر يوه ګل احمد شهنوازي او محمدزمان پناهي بزنس کارتونه اخيستي دي.

د رايې ورکونې پروسه نن سهار اوه بجې په ټول هېواد کې پيل شوه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.