Language

غزني کې د رايې ورکولو له پنځو مرکزونو سره جګړه روانه ده

غزني (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د غزني ولايت چارواکي وايي، چې په دوو ولسواليو کې د رايې ورکولو له پنځو مرکزونو سره وسله واله جګړه روانه ده او تر اوسه په کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ د لغړو، نظر اباد او د ده يک ولسوالۍ د توپير، ده يک  او سليمانزو په سيمو کې د رايې ورکولو له پنځو مرکزونو سره جګړه روانه ده.

ننګ وايي، په جګړه کې افغان سرتېرو ته زيان نه دى اوښتي خو دوه طالب وسله وال وژل شوي او د رايې مرکزونه بند دي.

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت په نورو سيمو کې ټول مرکزونه فعال دي او ډېر خلک له اندېښنې پرته په ټاکنو کې برخه اخلي.

Related Topics