Language

مزار کې له شپږو بجو وروسته هم  په يوه ښځينه  محل کې راى اچونه روانه وه

مزار شريف ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣ ) :  د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د رايو د بهير د مودې له پاى ته رسېدو وروسته هم د ښځو په يوه  محل کې د رايو اچولو پروسه روانه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري په ١٦مه، د مازيګر په پنځو بجو اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راى اچولو پروسه پاى ته ورسېده.

ددغه کمېسيون ددارالانشاء رييس امر خېل وويل ، چې تر پنځو بجو وروسته د رايو شمېرنه پيل شوه، خو که چېرې له پنځو مخکې خلک په کتار  کې ولاړ وي، نو هغوى ته اجازه ورکول کېږي، چې خپلې رايې وکاروي.

خو د مزار شريف ښار د فاطمه بلخي د رايو په مرکز کې تر څه دپاسه شپږو بجو د ښځو په محل کې د رايو ورکولو لړۍ روانه ده.

په دې محل کې خلک په کتار کې نه دي ولاړ، خو دوه  دوه، درې درې کسان راځي او ورته د رايو اچولو چانس ورکول کېږي.

ګڼ شمېر رسنيو هڅه وکړه، چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي، خو ددې مرکز مسوولينو د رسنيو خبريالانو ته د د ننه تللو اجازه ورنکړه.

يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې د محل کارکوونکو او ناظرينو په ګډه سره د رايو  پاڼو کې د ځانګړي کانديد لپاره نښه کړې او په ګډه سره ښځو ته مشورې ورکوي، چې دا په صندوق کې واچوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ټاکنو د مسوولينو نظر واخلي، خوهغوى په دې اړه خبرې  ونه کړې.