Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوي کلن سپين ږيري هم رايه ورکړه

کندوز (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په کندوز ولايت کې يوه ناروغ عمر خوړلي سپين ږيري د خپلې خوښې کانديد ته له رايې ورکونې وروسته هيله څرګنده کړه، چې راتلونکى ولسمشر به د ده په څېر عمرخوړلو کسانو ته پاملرنه وکړي.

د کندوز ښار د لومړي بلوک سيمې اوسېدونکى ٩٠ کلن صوفي حضرت قل وويل، په دې هيله يې د رايې ورکونې تر مرکزه اته کيلومتره پلى مزل کړى، چې راتلونکى ولسمشر د ده غوندې اړو سپين ږيرو ته پاملرنه وکړي.

دغه عمر خوړلى سپين ږيرى، چې لاس او پښې يې لړزېدل او د خپلې لرګينې لکړې په مرسته روان و، پژواک ته وويل: ((سره له دې چې مزمنه نارغي لرم، خپله رايه مې داسې کس ته ورکړه، چې په راتلونکي کې مې په درد وخوري.))

کله چې له هغه څخه وپوښتل شول، چې چا ته يې رايه ورکړې او له راتلونکي ولسمشر څه تمه لري؟ هغه وويل: ((رايه خو پټه ده، چا ته نه وايم، خو له راتلونکي ولسمشره غواړم، چې زما بوډا غم وخوري او مرسته راسره وکړي.))

صوفي حضرت قل زياته کړه، چې له خپل کلي تر کندوز ښاره د رايې ورکونې مرکز ته د زړه په زور راغلى، اوس چې کور ته ځي نو حيران دى، چې څنګه ولاړ شي، د موټرو تګ راتګ بند دى، ستړى ستومانه يم.

دغه رايه ورکوونکي وويل، سره له دې چې عمر پرې تېر شوى او ګڼې ستونزې يې ګاللې، خو ټاکنې يوه ملي پروسه بولي او تمه لري، چې راتلونکى مشر په هېواد کې يو بنسټيز بدلون رامنځته کړي.

هغه زياته کړه: ((شپږ لوڼې لرم، زوى مې نشته، له خپلې بوډۍ مېرمنې او ځوانې لور سره په بد حالت کې ژوندکوم، که لور مې واده وکړي، نو لا به زيات زهير شم او مرستې ته به اړ وم.))

دا په داسې حال کې ده، چې نن زرګونه کسان په کندوز ښار کې د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړل او دا پروسه له کومې امنيتي ستونزې پرته مخته ځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.