ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د رايې صندقونه سيند ته غورځولي

وسله والو د رايې صندقونه سيند ته غورځولي

author avatar
5 Apr 2014 - 16:17
وسله والو د رايې صندقونه سيند ته غورځولي
author avatar
5 Apr 2014 - 16:17

پلخمري-کندوز (پژواک ١٦ ورى ٩٣): وسله والو مخالفينو د بغلان-باميانو پر پوله د رايو ځيني صندوقونه سيند ته غورځولي او د ټاکنو کمېسيون څلور کار کوونکي د وسله والو راکټي بريد کې ټپيان شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس يوسف نورستاني نن له غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د رايې ورکونې دغه صندوقونه په دوو محلونو پورې اړوند وو، چې د بغلان ولايت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لوري سيند ته غورځول شوي دي.

د تاله و برفک ولسوالۍ د بر برفک سيمې اوسېدونکي محمدبرات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو هغه موټر چلوونکى، چې تاکنيز توکي يې لېږدول، اړ کړى، چې د رايو درى صندوقونه سيند ته وغورځوي.

د باميانو د کهمرد ولسوال محمد هادي سيغاني وويل، د فلاينکوچ يو چلوونکى، چې تاله و برفک ته يې ټاکنيز توکي لېږدول، د کهمرد سيمې ته تښتېدلى او ويلي يې دي، چې وسله والو مخالفينو خپله د رايې صندوقونه سيند ته غورځولي او خپله له څو کسانو سره توانېدلى، چې وتښتي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وويل، چې د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې پر ځينو ټاکنيزو مرکزونو باندې بريدونه شوي، چې له دې ډلې يو راکټ په کندوز ولايت کې پر يوه ټاکنيز مرکز توغول شوى او د ټاکنو څلور کارکوونکي يې ټپيان کړي دي.

نورستاني وويل، چې د دغه بريد له امله د رايې ورکونې مرکز د لنډ وخت لپاره تړل شوى و، خو وروسته بېرته پرانيستل شو.

بلخوا د کندوز ولايت د علي اباد امنيې قوماندان سمونوال عبدالمجيد حميدي وويل، چې نن غرمه ١١ بجې يو ريموټ کنټرول ماين په مير شيخ سيمه کې د رايې ورکونې د يوه مرکز په ٤٠٠ مترۍ کې چاودېدلى، خو چا ته زيان نه دى په کې رسېدلى.

هغه وويل، پوليسو له دې چاودنې وروسته د پېښې عامل له ريموټ کنټرول سره نيولى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.