مزارشريف ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣ ) : په بلخ ولايت کې ټاکنې د خلکو په پوره ولولو پيل شوې، پرته له کومې امنيتي پېښې پر مخ لاړې؛ خو د ورځې په نيمايي کې د رايو د پاڼو له کمښت سره مخ شوې.
د ښار د رايې ورکولو په بېلابېلو مرکزونو کې د سهار له ۶ بجو څخه خلک په کتارونو کې د رايې اچونې لپاره ودرېدل او د شېبو په تېرېدو دغه کتارونه اوږدېدل، چې په ځينو محلونو کې د يو څه بې نظمي له امله د امنيتي ساتونکو له سخت برخورد سره هم مخ شول.
د مزارشريف ښار په سلطان غياث الدين لېسې کې اووه بجې او څلوېښت دقيقې راى اچونه پيل شوه .
د مزارشريف ښار اوسېدونکي نورالدين پژواک ته وويل، چې له تېرو څو ورځو يې د رايې ورکولو لپاره انتظار وويست او نن ډېر خوښ دی، چې د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه.
نوموړي زياته کړه: ((خلکو به راته هر څه ويل؛ خو ما په خپله خوښه د ولسمشرۍ کانديد ته رايه ورکړه او په خپله خوښه مې د ولايتي شورا لپاره ځان ته وکيل وټاکه، چې د کامبېدو په هيله يې يم.))
همداراز په مزارشريف ښار کې د نارينه وو تر څنګ په ټولو مرکزونو کې د ښځو ونډه هم خورا غوښنه وه.
د مزارشريف اوسېدونکې طاهرې پژواک ته وويل، چې د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره يې د فاطمه بلخي مرکز په ښځينه محل کې رايه ورکړه.
نوموړې زياته کړه، چې په ياد محل کې له کوم غيرقانوني کړنې سره مخ نه شوه او نه يې هم څه واورېدل.
خو په دغه ښار کې د ورځې له نيمايي څخه د رايې پاڼو د کمښت له امله د رايې ورکولو پروسه خورا ټکنۍ شوه.
د مزارشريف ښار د باختر لېسې د مرکز په ځينو محلونو کې شاوخوا دوه بجې راى پاڼې ختمې شوې، په داسې حال کې، چې لسګونه تنه د رايې ورکولو لپاره په کتارونو کې ولاړ و.
د مزار شريف ښار د نورخدا کارتې اوسېدونکي جواد درې نيمې بجې د باختر لېسې په مرکز کې پژواک ته وويل، چې ګومان کوي، له رايې ورکولو څخه پاتې کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((يوه بجه وه، چې د نورخدا مرکز ته لاړم، پاڼې ختمې وي، بيا د سلطان غياث الدين لېسې مرکز ته لاړم هلته يې هم ويل، چې پاڼې ختمې دي، دا دی اوس د باختر لېسې مرکز ته راغلی يم او دلته هم پاڼې ختمې شوې دي.))
هغه چې خپل کارت يې په لاس کې نيولی و، ويل، چې غواړي د خپل نظر وړ کانديد ته رايه ورکړي.
خو شاوخوا څلور بجې د بلخ ولايت ځينو مرکزونو ته پاڼې بيا ولېږدول شوې او د رايې ورکولو پروسه تر پنځو بجو پورې اوږده کړای شوه.
سربېره پر دې، چې داسې انګېرل کېده، چې ممکن د بلخ ولايت په ځينو سيمو کې ټاکنې له ناامني سره مخ شي؛ خو په دغه ولايت کې تر دې دمه د ناامني يوه پېښه هم رامنځ ته نه شوه.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېردراني پژواک ته وويل، چې د ټولې ورځې په اوږدو کې د ولايت په ټولو مرکزونو کې د ناامنۍ يوه پېښه هم نه ده رامنځ ته شوې.
نوموړي زياته کړه، چې ټولو خلکو په ارامه او سوليزه فضا کې په ټاکنو کې برخه واخيسته.