ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يو شمېر مرکزونو کې د ګوتې رنګ پاکېږي

په يو شمېر مرکزونو کې د ګوتې رنګ پاکېږي

author avatar
5 Apr 2014 - 11:14
په يو شمېر مرکزونو کې د ګوتې رنګ پاکېږي
author avatar
5 Apr 2014 - 11:14

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايې ورکولو پر مهال په يو شمېر مرکزونو کې رايه اچوونکي شکايت کوي، چې له ګوتو يې رنګ پاکېږي.

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د پژواک خبري اژانس خبريال وايي، چې د دې ولسوالۍ د ملنګ کلي په لوى جومات کې د رايې اچونې په مرکز کې خلک د رنګ له پاکېدو شکايت لري.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، کله يې چې رايه ورکړه او بيا يې رنګ کړې ګوتې پر اوبو ومينځله، نو پاکه شوه.

د پژواک خبريال زياتوي، همدا اوسمهال (د سهار نهه بجې او شل دقيقې) په خپله ويني، چې د رايې ورکوونکو له ګوتو رنګ پاکېږي.

له بلې خوا د سمنګانو ولايت د ايبک په ښار کې هم ياده ستونزه رامنځ ته شوې ده.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي فدامحمد پژواک اژانس ته وويل، کله يې چې رايه واچوله، نو له ګوتې څخه يې رنګ له مينځلو وروسته له منځه ولاړ.

په ايبک کې د پژواک خبريال وايي، د دغه ښار له بېلابېلو محلونو ورته د رنګ د پاکېدو شکايتونه ور رسېدلي دي.

دغه راز ددايکنډي ولايت يو شمېر اوسېدونکي هم شکايت کوي ، چې له مينځلو وروسته يې له ګوتو څخه رنګ تللى دى.

ددغه ولايت په مرکز کې د پژواک خبريال ګڼ شمېر داسې کسان وليدل چې له رايو اچولو وروسته يې له ګوتو څخه رنګونه له وينځلو وروسته پاک شول.

د سخي داد په نامه يوه تن پژواک اژانس ته وويل ؛چې  له رايې وروسته يې خپله ګوته په اوبو ووينځله اورنګ يې پاک شو.

د هغه په وينا، که چېرې دغه کار ادامه وکړي، نو درغليو ته به لاره هواره شي.

د حيدر په نامه د ټاکنو يو تن څارونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم له دې ستونزې خبر شوي او خپله اندېښنه يې له مسوولينو سره شريکه کړې ده.

ددايکندي ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال محمد انور رضايي پژواک اژانس ته وويل چې کېداى شي دهغو کسانو له ګوتو رنګ لرې شوى وي، چې لاسونه يې په غوړ کې ککړ وي.

هغه ادعا وکړه، چې ټولو مرکزونو کې با کيفيته رنګونه ليږلي دي.

دا په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي وو، چې دغه ځل يې د رنګ د نه پاکېدو لپاره ځانګړي تدابير تر کار لاندې نيولي او له همدې امله به په اوسنيو ټاکنو کې رايې ورکوونکي له دوه ډوله رنګونو کار اخلي.

هېره دې نه وي، چې په تېرو (١٣٨٨) ټاکنو کې هم د رنګ د له منځه تلو ستونزه راپېښه شوې وه.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.