Language

کونړ کې د ټاکنو پرمهال  ١٤ طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

کابل ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د ټاکنو پرمهال په  نا امنيو کې دوه ملکي وګړي او ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ٩ امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې د کونړ والي شجاع الملک جلاله او  امنيه قوماندان  عبدالحبيب سيدخېل د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له ځايي مشر سره يو ځاى د وري په ١٦مه، د ټاکنو دپروسې په پاى کې په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

والي جلاله وويل ، چې په دې ولايت کې د رايو ٩٤ مرکزونه پلان شوي وو، چې درې يې د نا امنيو له امله بند پاتې شول.

هغه زياته کړه ، چې وسله والو مخالفينو په يو شمېر ولسواليو کې د رايو پر مرکزونو بريدونه کړي  ، دغه راز د ډيورنډ د پولې له پورې غاړې هم پنځه توغندي توغول شوي دي.

جلاله وويل ، چې په دې بريدونو کې اوه د ملي اردو سرتېري، دوه پوليس  او ١٤ ملکي وګړي ټپيان شوي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، ډېرى مرګ ژوبله په شيګل او وټه پور ولسواليو کې رامنځته شوې او پاکستانيو ځواکونو پر خاص کونړ ولسوالۍ بريد کړى دى.

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيد خېل وويل ، چې امنيتي ځواکونو د رايو  مرکزونو ښه ساتنه کړې ده.

هغه زياته کړه ، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي  او ٥ نور ژوبل دي.

په دې ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالظاهر اکبري وويل، چې په ځينو سيمو کې د رايو پاڼو کمښت سره مخامخ وو، خو دا ستونزه وروسته هواره شوه.

Related Topics