جلال اباد ( پژواک ١٧ ورى ٩٣): د لغمان چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د زيات باران او سيلاب له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د لغمان دوالي وياند سرحدي ځواک د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمي وروسته دلغمان دبادپښ ولسوالۍ اړونده د شاه ګليانو،ګړوچ،اندروړاو اخوندزادګانو سيمو کې د زيات سيلاب له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو سيمو کې ١٠ جريبه کرنيزه ځمکه، ١٢ کورونه او له ٥٠ زيات څاروي له منځه تللي دي.
ځواک وويل، چې د سيلاب د راوتو له امله د کابل – جلال اباد لويه لاره هم د تنګي او کاکڅ په سيمو کې د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
دده په وينا، ديادې لارې د پرانيستلو لپاره د لغمان له بېړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې له خوا لومړني ګامونه پورته شوي او تمه کيږي ، چې دغه لويه لار به ژر پرانيستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP