اسعد اباد (پژواک، ١٨کب ٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې د دې ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د والي په ګډون ١٢ تنه وژل شوي دي.
د شيګل ولسوال عبدالظاهر ساپي د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر د کونړ د شيګل ولسوالۍ د چوګام په سيمه کې د ايساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د کونړ لپاره د طالبانو والي ملا قاسم صبرى وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، په دغه بريد کې د طالبانو له خوا د شيګل ولسوال قاري عثمان او يو شمېر نور وسله وال هم وژل شوي دي.
ولسوال وايي، وسله والو طالبانو غوښتل چې په شيګل کې پر ټاکنيزو مرکزونو بريدونه وکړي، خو ونه توانېدل.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، پژواک سره په خبرو کې ياده پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه، چې په دغه بريد کې ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
د ده په خبره، دغه کسان د شيګل ولسوالۍ اړونده د ډيورنډ کرښې ته نږدې د چوګام په سيمه کې هغه مهال ووژل شول، کله چې دوى پاکستان ته د اوښتو په حال کې وو.
وسله والو طالبانو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.