کابل(پژواک ١٨ورى ٩٣): د سويډن د بهرنيو چارو وزير په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د افغانستان ټاکنې بريالۍ وبللې او ويې ويل، چې د افغانستان له برياليو ټاکنو څخه په ټوله نړۍ کې يادونه وشوه.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، په دغه کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوريو په برياليتوب سره د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزوهمکاريو په اړه خبرې وکړې.
د سويډن د بهرنيو چارو وزير، کارل بلدېت په برياليتوب سره د افغانستان د ټاکنو ترسره کېدو له امله حامدکرزي او افغان اولس ته مبارکي وويله او زياته يې کړه ،چې د افغانستان له برياليو ټاکنو څخه په ټوله نړۍ کې يادونه وشوه.
نوموړي د دې په ترڅ کې چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې د پام وړ وبللې، ويې ويل ، چې دغه ټاکنې په تېرو کلونو کې ستاسو د ښې رهبرۍ ښکارندويي کوي.
ولسمشر کرزي وويل، چې افغانانو په ټول هېواد کې په ټاکنو کې په خپل ګډون سره خپله اراده تمثيل کړه او دا يې ثابته کړه،چې د خپلې رايې په کارولو سره کولی شي په خپلواکه توګه د خپل هېواد برخليک وټاکي.
هغه څرګنده کړه، چې افغانان غواړي په افغانستان کې ملي يووالی لاټينګ او د هېواد د تېرې يوې لسيزې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.
حامدکرزي په تېره يوه لسيزه کې له افغانستان سره د سويډن هېواد او د اروپايي ټولنې له مرستو او همکاريو څخه مننه وکړه او د هغو پر دوام يې ټينګار وکړ.
د سويډن د بهرنيو چارو وزير ددغه هېواد په پلازمېنه استکهلم کې د افغانستان د سفارت په پرانيستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل ، چې د افغانستان د سفارت په پرانيستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سياسي اړيکو او د دوه اړخيزو همکاريو په لا پياوړتيا کې اسانتياوې رامنځته شي.
هغه له افغانستان سره د خپل هېواد د اوږد مهاله مرستو او همکاريو د دوام ډاډ څرګند کړ.