ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: هڅه کوو د ولسمشريزو ټاکنو قسمي پايلې ژر اعلان کړو

نور: هڅه کوو د ولسمشريزو ټاکنو قسمي پايلې ژر اعلان کړو

کابل (پژواک، ١٨حمل٩٣): د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې په ٣٠ ولايتونو له ولسواليو حساس توکي او د راى پاڼو صندوقونه او د نتايجو فورمې د ولايتونو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

دده په خبره په ٧٤ ولسواليو کې لا هم حساس توکي او راى پاڼې پاتې دي او د ولايتونو مرکزونو ته نه دي لېږدول شوي، خو کميسيون هڅه کوي چې د هوا او ځمکې له لارې يې د سبا ورځې تر ناوخته مرکزونو ته ولېږدوي.

نور وايي چې د ولايتونو د رايو د نتايجو د فورمو لېږدول، کابل ته پيل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د اپرېل مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې د نتايجو ټولې فورمې د نتايجو د ټولونې ملي مرکز ته ورسېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ٢٢ ولايتونو د نتايجو فورمې د هوا له لارې او د پاتې ١٢ ولايتونو د موټر له لارې انتقالېږي.

نور وايي چې د نتايجو د فورمو په رسېدو سره به د ټاکنو خپلواک کميسيون دغه نتايج سيستم ته داخل کړي او ورسره به د قسمي پايلو پر اعلانونو هم پيل وکړي.

خو ده وويل چې د ټاکنو کميسيون د قسمي پايلو د اعلانولو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکلې، خو هڅه کوي چې ژر تر ژره يې پيل کړي.

د ټاکنو کميسيون وياند وويل چې نن د رايو د شمېرنې مرکز په خپل کار پيل وکړ، ترڅو د نتايجو له فورمو څخه معلومات سيستم ته داخل کړي.

نور وويل چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د راتلونکې مياشتې (ثور) په څلورمه نېټه د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدايي پايلې اعلانوي او وروسته يې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته سپاري، ترڅو هغوى يې په اړه شکايتونه وارزوي.

ده زياته کړه: “بعد له دې چې ابتدايي پايلې مو اعلان کړې، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته يې سپارو، هغوى شکايتونو ته رسېدګي کوي، په هغو مراکزو کې چې تقلب شوى وي، هغه رايې ورڅخه لرې کوي، بعد له هغې نهايي پايلې اعلانېږي چې د هغې له مخې ولسمشر ټاکل کېږي.”

د ټاکنو کميسيون د ټاکنيزې بهير د جدول له مخې، ټاکل شوې ده چې دولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې د غويي مياشتې په ٢٤مه نېټه اعلان شي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ (وري١٦مه) ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسيون د شمېرو له مخې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د تېرې ورځې په ټاکنو کې له اوو ميليونو زياتو کسانو برخه اخيستې وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.