کابل(پژواک،١٨ ورى ٩٣): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د افغانستان راتلونکی حکومت او ولسمشر به هم د هند نږدې متحد او ملګری وي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د هند لومړي وزير منموهن سېنګ نن د یوې ټېلېفوني اړيکې په ترڅ کې ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان اولس ته د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو په ویاړ مبارکي وویله.
سېنګ د ولسمشر کرزي د رهبرۍ او د افغانستان د خلکو له مېړانې، قاطعيت او ارادې ستاینه وکړه، چې تروریزم او تاوتریخوالي ته يې نه وويل او د خپل هېواد د ديموکراتيکې او هوسا راتلونکې لپاره يې رایه ورکړله.
دغه راز د هند لومړي وزير ټينګار وکړ، چې هېواد به يې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.
د دغې ټېلېفوني اړيکې په ترڅ کې ولسمشر حامدکرزي وویل، افغانانو په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره د افغانستان د غوره راتلونکې په اړه خوشبيني وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې د هند راتلونکي ټاکنې هم په ښه توګه او پراخه کچه ترسره شي.
حامدکرزي د هند له لومړي وزير او د دوی له دوامدارو مرستو او ملاتړ څخه په مننې سره، وویل : (( د افغانستان خلک، هند خپل ريښتينى دوست ګڼي.))
دغه راز ولسمشر حامد کرزي، ډاډ څرګند کړ ، چې د افغانستان راتلونکی حکومت او ولسمشر به هم د هند نږدې متحد او ملګری پاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP