Language

د غزني اندړو کې چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني (پژواک ١٩ وری ٩٣): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او د يوې نجلۍ په ګډون ٣ نور ټپيان شوي دي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د يادې ولسوالۍ د ګجري په سيمه کې پر څلورو ماشومانو د وسله والو له لوري خښ شوي ماين چاودنه وکړه، چې په کې يو ماشوم ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

ولسوال وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په ډېرى سيمو کې د ټاکنو په ورځو کې زيات ماينونه خښ کړي، څو ملکي خلک په کې ووژل شي.

 ولسوال زيات کړه: ((طالبانو پخوا هم د اندړو په ولسوالۍ کې ماينونه خښ کړی و، خو د ټاکنو په ورځو کې يې نور هم خښ کړل څو د ټاکنو مخه پرې ونيسي.))

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل، چې پر دغو ماشومانو چاودېدلى ماين هم د وسله والو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

په ورته مهال د غزني د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې له دې پېښې د ور وړل شوو ټپيانو عمرونه د ١٣ او ١٤ کلونو تر منځ دي.

د سرچينې په وينا، په ټپيان کې د دوه تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

Related Topics