مزارشريف (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د مزارشريف ښار په ميديوتيک دفتر کې د بلخ د هنرمندانو ټولنې له خوا په دغه ولايت کې د امريکا د کونسلګرۍ په مالي ملاتړ د غزني د لسګونو منارونو انځوريز نندارتون پرانيستل شو.
د بلخ ولايت د هنرمندانو د ټولنې مشر محمدصابر نقشبندي د وري په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی هڅه وکړه، چې د غزني ولايت د منارونو ۲۵ تصويرونه او مستند تاريخي انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد نندارتون د جوړېدو په برخه کې ورسره د امريکا کونسلګرۍ مالي ملاتړ کړی دی.
د هغه په وينا، په بلخ کې د غزني د منارونو د نندارتون د جوړېد تابيا هغه مهال ونيول شوه، کله چې دغه ولايت د اسلامي فرهنګ او تمدن د مرکز په توګه وپېژندل شو.
صابر وويل، دوی هڅه کړې د بلخ هغو اوسېدونکو ته چې لا يې هم غزنى نه دى ليدلى، د غزني د تاريخ په اړه معلومات وړاندې کړي.
ياد نندارتون ته د بلخ ولايت د مدني ټولنو غړي، د پوهنتون محصلين او زده کوونکي د نندارې لپاره راغلي وو.
يو نندارچي احمد لودين پژواک ته وويل، کله هم غزني ته تللی نه دی، خو له کله چې دغه ولايت د اسلام د تمدن او فرهنګ د مرکز په نوم پېژندل شوی نو د ليدو ارمان يې لري.
نوموړي د دغه ولايت په اړه جوړ شوى انځوريز نندراتون خوښ کړ او زياته يې کړه، چې د غزني د تاريخ په اړه يې ډېر څه وليدل.
د بلخ د اطلاعاتو او کولتور رييس صالح محمدخليق چې په دغه نندراتون کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې دغه نندارتون د افغانانو د پخواني عظمت کيسې لري.
نوموړي زياته کړه، چې ورته نندارتونونه افغان ځوانانو ته پيغام ورکوي، چې د علم او فرهنګ له لارې په نړۍ کې د خپل حيثيت د بېرته ژوندي کېدو لپاره هڅې وکړي.
د بلخ د هنرمندانو ټولنې مشر نقشبندي وويل، چې دغه نندراتون له سبا تر دوو اونيو لپاره د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې د خلکو پر وړاندې پرانيستی وي.