Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې ١٦ وسله وال وژل شوي

لښكرګاه (پژواک ۱۹ ورى ۹۳): امنيتي مسوولين وايي، چې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو د سرتېرو له خوا عمليات ترسره شوي دي.

د ده په وينا، د دغو عملياتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي، چې د ملا سيداحمد او اغا محمد په نومونو دوه قوماندانان هم په کې شامل دي.

نوموړي وويل، چې په عملياتو کې يو موټرسايکل هم د ملي اردو سرتېرو ترلاسه کړى دى.

ځاځي وويل، دغه عمليات د يادې قول اردو د درېيمې لوا له خوا ترسره شوي، چې د دولت له مخالفينو پرته په کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

بلخوا هغه وايي، چې د درېيم ضربتي کنډک د سرتېرو له خوا مرکز لښکرګاه ښار ته نږدې او په سنګين ولسوالۍ کې هم عمليات شوي، چې په ترڅ کې يې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

د ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول وايي، چې په همدې ورځ د ملي اردو د لومړۍ لوا او سرحدي ځواکونو په ګډو عملياتو کې٣ وسله وال وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، ياد عمليات چې د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي، موخه يې د دولت د وسله والو مخالفينو ځپل او په سيمه کې د امنيت ټينګښت ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.