Language

کونړ کې د شهيدې مينا لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

اسعداباد (پژواک ١٩ ورى ٩٣): په کونړ ولايت کې د نجونو د يوه لومړني ښوونځي د ودانۍ   په جوړېدو سره د سلګونو تنو زده کوونکو د ځاى د نه شتوالي ستونزه حل شوه .

د “ميناى شهيد” لومړنى ښوونځى، چې د مرکز اسعداباد اړوند د يارګل په سيمه کې دى، د هندوستان په پنځه ميليونه او دوه سوه پنځوس زره افغانيو لګښت جوړ شو.

د کونړ د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني وايي، د “مينای شهيد” د نجونو دغه لومړنى ښوونځى دوولس درسي او اداري خونې لري، چې پر يو جريب ځمکه په يو پوړ کې جوړ شوى دى.

هغه وايي، دغه ښوونځى کابو ٣٠٠ زده کوونکې لري، چې تر دې پخوا يې په خېمو کې درسونه ويل.

حسني زياتوي، چې په کونړ کې ټول ۵۱۱ ښوونځي دي، چې ۲۰۳ يې ودانۍ لري او پاتې نور بې ودانيو دي

نوموړي وويل، دا مهال د کونړ ټول ښوونځي، چـې ١٨٠ زره زده کوونکي لري، چې له دې ډلې ۶۸۰۰۰ نجونې دي، فعال دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د ښوونځي د پرانيستې پر مهال له خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي څو ټول لوستي شي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ به هـڅه وکړو، چې په دغه کال کې په کونړ کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړو، څو د ودانيو د نه شتون ستونزه يو څه راکمه کړو.))

د يادونې ده، د “ميناى شهيد” په نوم دغه ښوونځى د سيمې د خلکو په غوښتنه له هغه وروسته ونومول شو، چې کال مخکې په دې سيمه کې د”مينا” په نوم يوه زده کوونکې د طالبان په يو توغندويي بريد کې ووژل شوه.

Related Topics