Language

د امنيتي ځواکونو ستاينه وشوه

کندهار، مزارشريف (پژواک، ٢٠ ورى ٩٣): د  کندهار ولايت چارواکو په اونيزه امنيتي غونډه کې د ټاکنو د خونديتوب په موخه د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې.

بل خوا د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې د مدني ټولنې غړو امنيتي ځواکونه وستايل او هغوى ته يې ګلان ډالۍ کړل.

د کندهار په غونډه کې والي ډاکټر توريالي ويسا، د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري او د افغان او ايساف ځواکونو مسوولينو برخه اخيستې وه.

د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق وويل، که څه هم وسله والو مخالفينو هڅه کوله چې د ټاکنو په ورځ ترهګريزې کړنې تر سره کړي او د ټاکنو بهير ګډوډ کړي، خو امنيتي ځواکونه وتوانېدل، چې د هغوى د دغه راز کړنو مخه ونيسي.

هغه زياته کړه، له همدې امله وه، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې لسګونه زره کسان راووتل او د خپلې خوښې کانديدانو ته يې رايې ورکړې.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د امنيتي ځواکونو تر څنګ د خبريالانو هڅې هم د ستايلو وړ وګڼلې، چې د ټاکنو په ورځ يې خلک رايې ورکولو ته وهڅول او شېبه په شېبه يې تر خلکو کره معلومات ورسول.

 نوموړي د کندهار ولايت امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه وګاڼه ، خو ټينګار يې وکړ چې په همدې حال بسنه نه ده په کار؛ په کار ده چې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه امنيتي تدابير او پلانونه نور هم پراخ شي.

 د ده په خبره، وسله والو مخالفينو اوس د مخامخ جګړې پر ځاى خپل ټول تمرکز د ماينونو خښولو ته راګرځولى، چې په پايله کې يې بې ګناه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 د يوه بل خبر له مخې، د بلخ ولايت مدني ټولنو له خوا د دغه ولايت امنيتي ځواکونه د ټاکنو د پروسې او د ټاکنو پر ورځ د ښو کړنو له امله وستايل شول.

د بلخ لسګونو مدني ټولنو د دغه ولايت د ولايتي شورا په ودانۍ کې د يوې غونډې په ترسره کولو د بلخ د امنيتي مسوولينو او په دغه ولايت کې د شمال زون د امنيتي مسوولينو، سرتېرو او منسوبينو ستاينه وکړه.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر افضل حديد وويل، چې وري په ۱۶مه، افغانانو د ولسواکۍ نوی رنګ ټولې نړۍ ته وښود.

ده زياته کړه، چې د ټاکنو په ښه تر سره کېدنه کې د افغان ځواکونو ستړيا خپل ځای درلود.

د هغه په وينا، دوی خوښ دي، چې د بلخ ولايت مدني ټولنې د خپلو ځواکونو د ستاينې په موخه پرتمينه غونډه جوړه کړه او دوی يې ونازول.

په بلخ ولايت کې د شمال د خبريالانو بنسټ يو له هغو مدني ټولنو څخه ده، چې د افغان ځواکونو د ستاينې په دې غونډه کې يې ونډه اخيستې وه.

د دغه بنسټ مشر ګلاب شاه باور پژواک ته وويل، چې د وري په ۱۶مه، په ټاکنو کې د ډېرو افغانانو ګډون يو ستر لامل د افغان ځواکونو په ښه توګه دنده تر سره کول و.

نوموړي زياته کړه، د ټاکنو په ورځ د خلکو پراخ ګډون، د افغان ځواکونو ستړيا او د رسنيو ښه څارنه د دې لامل شول، چې دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې ځانګړی ځای ومومي.

په دغه پروګرام کې د بلخ ولايت امنيه قومنداني، د شمال زن سرحد پوليسو قوماندانۍ، ۲۰۹ شاهين قول اردو، ملي امنيت او افغان ځواکونو نور اړوند ارګانونو مسوولين، سرتېري او منسوبين په ستاينليکنونو او ګلانو ونازول شول.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحيمي، غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د دغه ولايت له مدني ټولنو مننه وکړه او د ټاکنو په ورځ يې د رسنيو د څار ستاينه وکړه.