کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٣): د بريتانيا لومړي وزير ولسمشر کرزي ته د يوه ليک په ترڅ کې هغه او د افغانستان خلکو ته د برياليو ټاکنو تر سره کېدو مبارکي ورکړې ده.
د ولسمشرۍ رياست مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمرون، ټاکنې د افغانستان لپاره يوه ستره او فوق العاده هيلې ورکوونکې پېښه بللې ده.
ډېويډ کمرون په دې ليک کي ويلي دي: ((زموږ ټولو لپاره د خوښۍ ځاى دى، چې په ميليونو افغانانو، ښځو او نرانو د طالبانو له ګواښونو او نورو ننګونو سره سره، په ټاکنو کې ګډون وکړ او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه يې خپله ونډه تر سره کړه.))
کامرون ولسمشر کرزي ته ليکلي، چې تېره شنبه د يوه نوي افغانستان د راتلونکي ولسمشر لپاره د واک د سوله ييز لېږد لپاره ستا د ليدلوري د تحقق په برخه کې د يوه ستر ګام ښودونکې وه.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه په ټول هېواد کې تر سره شوې.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې ټاکنو کې له اووه ميليونو زياتو کسانو ګډون کړى وو.