Language

جلال اباد (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د قريه جاتو امر د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.

چارواکي وايي چې نوموړى تېره شپه شاوخوا اته بجې له خپل کوره ايستل شوى او بيا وژل شوى دى.

د چپرهار ولسوال قاضي نذير د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ماخوستن مهال وسله والو د چپرهار ولسوالۍ په ايدياخېلو سيمه کې د دې ولسوالۍ د قريه جاتو امر حضرت ولي له کوره ايستلى او بيا پر ډزو وژلى دى.

د ولسوال په وينا، نوموړي ته مخکې هم د يو شمېر وسله والو له لوري ګواښونه شوي وو.

دى وايي، چې حضرت ولي له هېڅ کوم شخص سره يې شخصي دښمني نه لرله او د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوى دى.

ياده دې وي چې په تېرو څو کلونو کې د چپرهار ولسوالۍ اوه مديران د وسله والو له لوري وژل شوي، له دې وړاندې د چپرهار ولسوالۍ د احصايې مدير، د پوهنې مدير، د ولسوال مرستيال او داسې نور وژل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.