مزارشريف (پژواک ٢١ ورى ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د اوسېدونکو د هغو څلورو زده کوونکو په وياړ غونډه جوړه شوه، چې د ۱۳۹۲لمريز کانکور په ازموينه کې يې لومړۍ دويم، درېيم او څلورم مقام خپل کړی دی.
دغه غونډه د بلخ ولايت په پوهنې رياست کې د وري په ۲۱مه، جوړه شوې وه، چې د برياليو زده کوونکو، د دوی کورنيو، استادانو او د مدني ټولنې د غړيو تر څنګ يو شمېر قومي مشرانو هم برخه اخيستې وه.
د بلخ د پوهنې رييس قيس مهراين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کانکور ازموينه کې د بلخ ولايت د څلورو مخکښو زده کوونکو برياليتوب د دغه ولايت د پوهنې رياست ستر وياړ وو، چې د کورنيو پاملرنې او د زده کوونکو زيار پورې تړلی دی.
نوموړي زياته کړه، د کانکور د لوړو نومرو ګټونکې شهره، احسان الله، اميد او سهراب، چې احسان الله يې د بلخ ولسوالۍ او پاتې درې يې د مزارشريف ښار اوسېدونکي دي.
د هغه په وينا ، پورته څلور واړه زده کونکو په کانکور ازموينه کې 352,62نومرې اخيستې دي؛ خو د کانکور په نتايجو کې په ترتيب اول نومره، دويم، درېيم او څلورم اعلان شوي دي.
مهراين وويل، چې د بلخ په ډېری تعليمي ادارو کې د معياري ودانيو شتون، د مسلکي ښوونکو شتون او د تدريس ښې لارې چارې هغه لاملونه دي، چې په کانکور ازموينه کې يې د برياليو زده کوونکو شمېر زيات کړى و .
د هغه په وينا، تېر کال له بلخ ولايت څخه څه باندې ۲۴زره زده کوونکو په کانکور ازموينه کې برخه واخيسته، چې له نېکه مرغه څه باندې ۱۰زره يې د هېواد بېلا بېلو پوهنتونو ته لاره پيدا کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د معياري زده کړو سيستم يواځې د دې ولايت تر مرکز مزارشريف ښار پورې رالنډ نه دی، بلکې په ولسواليو کې هم د پوهنې بهير ښه روان دى.
د کانکور عمومي اول نومره شهرې پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښه ده، چې د کانکور ازموينه کې يې لوړې نومرې اخيستې دي او هڅه به وکړي، چې په لوړو زده کړو کې هم له دې ډېر زيار وباسي.
په ۱۳۹۱لمريز کال کې هم د کانکور ازموينې اول نومره د بلخ ولايت اوسېدونکی و، چې د مزارشريف ښار له سلطان غياث الدين ښوونځي څخه فارغ شوی و.