Language

په پکتيکا کې ځانمرګي بريد يو قومي مشر وواژه

کابل (پژواک ٢٢ورى ٩٣) : د پکتيکا ولايت اداره وايي ، چې ددغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د يو ځانمرګي بريد په ترڅ کې يو قومي مشر وژل شوى  او درې تنه  نور ټپيان دي .

 په هغه خبرپاڼه کې ، چې  د ياد ولايت له مطبوعاتي دفترڅخه پژواک اژانس ته راليږل شوې ، راغلي ، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په يوه بجه د ارګون بازار ته نږدې د اشرخۍ په سيمه کې شوى .

 سرچينې زياته کړې ، چې لومړى ځانمرګي د ګل ببري ځدراڼ په نامه يوه قومي مشر ته د روغبړ په موخه ځان ورنږدې کړى ، بيا يې لومړى دغه مشر په تومانچه ټپي او وروسته يې پرځان پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده .

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په دې پېښه کې ياد قومي مشر وژل شوى او درې عام وګړي ټپيان شوي دي.

د پکتيکا والي محب الله صميم دغه بريد په کلکه غندلى او دغه کار يې د افغانستان د دښمنانو کړنه بللې ده .

 خبرپاڼې ويلي ، چې ياد قومي مشر کومه دولتي دنده نه درلوده ، خو د سيمې په پرمختيايي چارو کې يې له دولت سره همکاري کوله .