Language

د بلخ د ۱۷ محلونو د صندوقونو د قرنطين وړانديز شوى

مزارشريف (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د بلخ ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، چې تر دې دمه يې د ولسمشريزو او ولايتي شورا  ټاکنو اړوند ۱۲۳ شکايتونه ثبت کړي او مرکزي دفتر ته يې د ۱۷ محلونو د صندوقونو د قرنطين وړانديز کړی دی.

د دغه ولايت د ټاکنو د شکايتو د کمېسيون مسوول دادمحمد انابي د وري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بلخ ولايت کې د شوو شکايتونو د ارزونې پروسه لا هم روانه ده.

نوموړي زياته کړه، چې دوی ته د ولسمشريزو او ولايتي شورا د ټاکنو اړوند ۱۲۳ شکايتونه شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو شکايتونو کې ۷۵ د ولسمشريزو ټاکنو، ۳۹ د ولايتي شورا او د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو اړوند او ۹ شکايتونه د ټاکنو په ورځ د خلکو له خوا د فورمو ډکولو له لارې ثبت او دوی ته رسېدلې دي.

انابي وويل، په شوو شکايتونو کې وهل ډکول، د فشار له لارې له مرکز څخه د ناظرينو ايستل او غيرقانوني صندوقونه ډکول، بې نظمي، د رايې پاڼو کمښت او له ټاکلي وخت څخه وروسته د رايې ورکولو د پروسې روان ساتل شامل دي.

همداراز د رايې اچونو په مرکزونو کې د ځانګړو کانديدانو په اړه تبليغ کول او د رايې اچونې د مرکزونو په چاپېريال کې د ځانګړو کانديدانو تصويرونو د لګېدو په اړه هم شکايتونه ثبت شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشريزو ټاکنو په اړه ځانګړي جدي شکايتونه نه لري؛ خو د ولايتي شورا په اړه څلور جدي شکايتونه ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، د ولايتي شورا اړوند ثبت شوي شکايتونو کې د وهلو ټکولو او په زور د صندوقونو ډکولو شکايتونه ثبت دي.

د بلخ د ټاکنو د شکايتو د کمېسيون مسوول انابي وويل، چې لا هم دوی مرکز ته د کوم محل د صندوقونو د قرنطين وړانديز نه دی کړی.

نوموړي زياته کړه، چې د شکايتونو د ارزونې پروسه روانه ده، ښايي په نن او سبا کې دوی د صندقونو د قرنطين او نه قرنطين په اړه خپل معلومات په ډاګه کړي.

خو د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان پژواک ته وويل، چې دوی له خپل اړخه د ټاکنو مرکزي دفتر ته د ۱۷ محلونو د صندوقونو د قرنطين کولو وړانديز کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په هر محل کې دوه د ولايتي شورا او يو د ولسمشرۍ د کانديدانو د رايې اچونې صندوقونه وي، چې په دې حساب سره دوی د ولسمشرۍ د کانديدانو د ۱۷ صندوقونو او د ولايتي شورا د کانديدانو د ۵۱ صندوقونو د قرنطين وړانديز کړی دی.

د هغه په وينا، د يادو محلونو د قرنطين کېدو ډېر شمېر د بلخ ولايت مرکز مزارشريف په ښار پورې اړوند دي؛ خو ځيني يې د دغه ولايت شولګر، زارع، بلخ، کشندې او دولت اباد ولسواليو محلونه هم دي.

په بلخ ولايت کې د رايې اچونې ۳۱۹ مرکزونه وو، چې د ټاکنو له ورځې وړاندې يې د امنيتي ارګانونو له خوا ۶ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ بلل شوي وو؛ خو د ټاکنو په ورځ د زارع ولسوالۍ له يوه مرکز پرته، چې د زورواکو د لاسوهنې له امله بند کړای شوی و، د دغه ولايت په نورو ټولو مرکزونو کې رايه اچونه ترسره شوه.