Language

د لسو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

غزني  (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د غزني ولايت چارواکو د يوې نښتې په ترڅ کې د لسو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.

د غزني د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه نښته تېره شپه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو مرستې ته سيمه ييز پوليس او د سيمې پاڅونوال هم ور ورسېدل.

د سباوون په خبره، د نښتې په پايله کې لس وسله وال وژل شوي او د پنځو مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

ولسوال وايي، په وژل شوو کې د نصرت په نوم د طالبانو يو قوماندان، چې د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هم شامل دى.

نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې يو پاڅونوال هم وژل شوى او نور چا ته زيان نه دى اوښتى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics