لښکرګاه (پژواک ۲۳ وری ۹۳): په هلمند ولايت کې مدني ټولنې وايي، چې په ټاکنو کې د درغليو هڅې به د هېواد حالات د بحران لوري ته بوځي.
دوى د ټاکنو له خپلواکو کمېسيونونو وغوښتل ، چې د وري د ١٦مې ټاکنو پايلې دې په شفاف ډول اعلان کړي او له معاملو دې ډډه وکړي.
دغه څرګندونې په هلمند کې بېلابېلو مدني بنسټونو، ژونالېستانو او د پوهنتونونو استادانو د وري په ٢٣مه په همدې موخه په يوې جوړې شوې غونډې کې وکړې.
په دغه ولايت کې د مدني ټولني مشر سردارمحمد همدرد وويل، دا د افغانانو دغه ستره غوښتنه وه ، چې واک د ولس د رڼو رايو په پايله کې ولېږدول شي او د اشخاصو د ګټو قرباني نه شي.
هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت اوسېدونکي تر ټاکنو وروسته ولسمشرۍ ته د ځانګړي کانديدان ملاټر نه کوي، خو د هغه چا ملاټر کوي چې له ولس څخه يې ډېرې رايې ترلاسه کړې وي.
د ده په وينا، د تېر په پرتله دغه ټاکنې رڼې وې، له همدې امله له دولت او دواړه کمېسيونونو غوښتنه کوي ، چې د افغانانو دغه سترې غوښتنې دې بيا له ډلو، تنظيم، ژبې او نورو سياسي مسايلو نه قرباني کوي.
د بُست د يوې سيمه ييزې راډيو کارکوونکي ژورنالېست او ليکوال احمدشاه پاڅون وويل، چې ټاکنې د افغانانو د وينې په بدل کې ترسره شوې ، خو داسې معلومېږي چې اوس هم د درغلۍ هڅې روانې دي او د سياسي جوړ جاړي لپاره هم پلانونه په لاره اچول شوي دي.
پاڅون زياته کړه، چې افغانستان په حساسو حالاتو کې قرار لري، لومړی دې پنځوس جمع يو ته نه کتل کېږي، هغه نوماند دې چې ډېرې رايې يې اخيستي وي، بريالی اعلان شي.
د هغه په وينا، که چېرې په ټاکنو کې درغلي وشي او رڼې پايلې اعلان نه شي، نو هېواد د بحران پر لوري ځي.
دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې نن د ټاکنو کمېسيون له خوا د شل سلنو رايو پايلې اعلان کړي، اټکل کېږي چې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP