کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): زلمي رسول، عبدرب الرسول سياف، ګل اغا شېرزي، قطب الدين هلال، هدايت امين ارسلا او داوود سلطان زوى د يوې ناستې په ترڅ کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ اعلان شوې پايلې رد کړې او هغه يې د منلو وړ ونه بللې.
د ولسمشرۍ دغه شپږ کانديدان تېره شپه نږدې اته بجې په کابل کې د استاد عبدرب الرسول سياف په کور کې د خپلې ناستې په پاى کې د ټاکنو د لومړنيو پايلو په غبرګون کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.
د عبدرب الرسول سياف د ټاکنيز ټېم غړي جمال الدين بدر د دغو شپږو کانديدانو په استازولۍ د دوى ګډ پرېکړه ليک له پژواک خبري اژانس سره شريک کړ.
د پرېکړه ليک په پيل کې په ټاکنو کې د خلکو له پراخ ګډون مننه شوې، خو ويل شوي، چې له بده مرغه دا ټاکنې د حکومتي چارواکو او د ټاکنو کمېسيون د غړو له پراخ تقلب سره مل شوې او د خلکو په رايو کې د امانت دارۍ پر ځاى د خلکو له حق سره جفا او نه بښونکى ظلم شوى دى.
معترضو کانديدانو زياته کړې، تمه وه چې د پراخې درغلۍ او د درغلۍ د اسنادو له ښکاره کېدو وروسته به پاکې رايې له ناپاکو بېلې شي، خو د ټاکنو کمېسيون پرته له دې، چې د ا په نظر کې ونيسي، د رايو قسمي پايلې يې اعلان کړې.
ددې پرېکړه ليک په پاى کې د شپږ واړو کانديدانو لاسليکونه راغلي او د ټاکنو له قسمي پايلو سره يې مخالف ښودلى او ددې پايلو په رد سره يې د ټاکنو کمېسيون د پېښېدونکو عواقيبو مسوول ګڼلى دى.
زلمي رسول، عبدرب الرسول سياف، ګل اغا شېرزي، قطب الدين هلال، هدايت امين ارسلا او داوود سلطانزوى په ډاګه کړه، چې ډېر ژر به د ټاکنيزو درغليو دلايل او اسناد د يوې خبري غونډې په ترڅ کې خلکو ته وړاندې کړي.
د دغو ټاکنو قسمي پايلې، چې په ٢٦ ولايتونو کې د لس سلنه رايو پايلې څرګندوي؛ د يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې.
د دغو پايلو له مخې، ډاکټرعبدالله عبدالله ٤١،٩ سلنه، ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٧،٦ سلنه، ډاکټر زلمي رسول ٩،٨، عبدرب الرسول سياف ٥،١، قطب الدين هلال ٢،٧، ګل اغا شېرزي ٢،٢، داوود سلطانزوى ٠،٥ او هدايت امين ارسلا ٠،٣ سلنه محاسبه شوې رايې خپلې کړې دي.
د لومړنيو پايلو تر اعلان څو ساعته وروسته د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په ضمني ډول ورڅخه ملاتړ وکړ، خو ويې ويل، چې د لس سلنه رايو په ګټلو سره ګټونکى نه څرګنديږي.
نوموړي له ټاکنيزو کمېسيونونو وغوښتل، څو شوى تقلب په روڼتيا سره وڅېړي او د خلکو رايو ته درناوى وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP