کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ نوماند محمدشفيق ګل اغا شېرزي د ټاکنو د پايلې د يوې برخې د اعلان په درشل کې اعلان وکړ، د ده د ټېم لاسته راوړنې ښيي چې د تقلب کچه پراخه وه.
ټاکې شوې وه، چې ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو يوه برخه تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شي، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله د نن يکشنبې تر ٣ بجو پورې وځندېده.
محمد شفيق ګل اغا شېرزي نن يکشنبه له غرمې وروسته ٢ بجې په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، د ده ټېم د دې انتظار دى، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د تقلب په برخه کې د درج شوو شکايتونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
هغه وويل، چې د دغو ټاکنو د پايلو د منلو او نه منلو په برخه کې د ټاکنيزو شکايتونو تر پرېکړې وروسته تصميم ونيسي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند د ټاکنو د کمېسيون دا څرګندونې، چې ويلي يې دي په دغو ټاکنو کې د ١٣٨٨ لمريز کال په پرتله د تقلب کچه ښکته وه؛ رد کړه او ادعا يې وکړه، چې په دې دور کې د تقلب کچه پراخه وه.
شېرزي وويل، چې په تېرو ټاکنو کې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګټه زيات تقلب وشو او په دې ټاکنو کې هم په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼو دولتي چارواکو او قوماندانانو د ده پر وړاندې اقدام کړى دى.
د ولسمشرۍ دغه نوماند روښانه نه کړه، چې موخه يې د ده پر وړاندې څه اقدام دى، خو ويې ويل، چې په ځينو ولايتونو لکه هرات او نيمروز کې خلک د دې انتظار وو، چې ده ته رايه ورکړي، خو د راى پاڼو له کمښت سره مخ شول.
د سولې او بيارغونې د ټېم مشر په ډاګه کړه، چې په دغو ټاکنو کې شوې پېښې يو ستر خيانت دى، چې بايد وڅېړل شي.
محمدشفيق ګل اغا شېرزى د ټاکنو د ترسره کېدو پر څرنګوالي خپل غبرګون داسې مهال څرګندوي، چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ نورو نوماندانو ډاکتراشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او زلمي رسول هم ويلي وو، چې له تقلب سره تړلې پايلې به ونه مني، خو په ورته وخت کې يې ټينګار کړى دى، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو د سيالۍ دوام ته چمتووالى لري.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه نېټه په ټول هېواد کې ترسره شوې، چې له اوو ميليونو زياتو خلکو په کې ګډون کړى و.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم ويلي، چمتو دى، چې دويم پړاو ته د ټاکنو په تګ سره پرته له کومې تخنيکي او حقوقي ستونزې ټاکنې ترسره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايو شمېرنه د وري مياشتې پر ١٧مه پيل شوې او د وري مياشتې تر ٣١مې نېټې دوام کوي او لومړنۍ پايل يې به يې د روان کال د غويي مياشتې په ٤ مه نېټه اعلان شي.
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، هر وخت چې د ولسمشرۍ يو نوماند د ټاکنو پر لومړي دور کې تر پنځوس سلنې زياتې رايې خپلې نه کړي، نو ټاکنې دويم پړاو ته ځي او د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ سيالي کېږي.
په دې قانون کې راغلي دي، چې د ټاکنو دويم دور د غويي مياشتې په ٢٤ مه د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته د دوو اونيو په اوږدو کې ترسره کېږي.