جلال اباد ( پژواک، ٢٤ ورى ٩٣ ) : په ننګرهار ولايت کې د مدني ټولنې يو شمېر فعالانو د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې د خلکو رايو ته درناوى وکړي او که ددرغلۍ رايې پاکې نه کړي ، نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.
د مدني ټولنې فعالانو دغه څرګندونې د وري په ٢٤مه، په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې پر مهال وکړې، چې پکې لسګونو تنو برخه اخيستې وه.
دغه کسان چې د ننګرهرهار دځوانانو په امريت کې سره راټول شوي وو،دټاکنو او شکايتونو پرکمېسيون غږ وکړ، چې دځوانانو رايو ته درناوي وکړي.
ددوى په خبره ، چې په ډيرو سختو حالاتو کې د رايې اچونې مرکزونو ته تللي ، رايه يې ورکړې ، که يې رايې ته درناوى ونشي او له ناپاکو رايو سره يوځاى شي، نو کرار به نه کښيني او خپل حق به وغواړي .
د مدني ټولنې يو تن فعال نور احمد نوراني غونډې ته وويل ، چې په ټاکنو کې د درغليو هڅې به د هېواد حالات د بحران لوري ته بوځي .
هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل ، چې د وري د ١٦مې ټاکنو پايلې دې په شفاف ډول اعلان کړي او له معاملو دې ډډه وکړي .
نوموړي ګواښ وکړ، چې که د ځوانانو رايو ته درناوي ونشي او له ناپاکو رايو سره يوځاى شي، نو دوى به په لاريونونو لاس پورې کړي .
د نظيفې مومند په نامه د مدني تولنې يوې فعالې غونډې ته وويل ، چې دوى به د خپلو حقوقو لپاره مبارزو ته ادامه ورکوي.
د هغې په وينا، په سختو حالاتو کې خلک د رايې اچوني مرکزونو ته تللي ،خو اوس يې ټاګنو کمېسيون رايو ته درناوى نه کوي او له تقلبي رايو سره يې يوځاى کوي.
په ننګرهار کې دځوانانو امر مطيع الله احمدزي وايي، چې ځوانانو ددو موخو لپاره راټول شوي ،چې له ټاکنو خپلواک کمېسيون نه دخپلو رايو د درناوي غوښتنه او له نوي ولسمشر نه د سولې،پرمختګ او ځوانو کدرونو ته په لوړو پوستوکې ځاى ورکول يې اصلي موخې وي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP